امنیت

پاکستان تېره شپه په افغانستان کې وژلي کسان تروریستان وبلل

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه او د افغانستان په خاورې پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې  ۲۹ تنه د ټي ټي‌پي او جماعت‌الاحرار وسله‌وال وژلي دي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستاني پوځ تېره شپه د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د مرورې ولسوالیو په یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دا بریدونه په کراچۍ کې د رینجرز ځواکونو پر مرکز د شنبې د ورځې د هاخوا برید په ځواب کې شوي چې پکې ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ وایي په کراچۍ کې یې یو تن نیولی چې اقرار یې کړی یو اونۍ وړاندې د افغانستان له جلال‌اباد څخه پاکستان ته د برید لپاره راغلی و.

مجاهد پرخپله ایکس پاڼه د ځینو انځورونو د خپرولو تر څنګ لیکلي دي: « په دغو بریدونو کې د ښځو ا وماشومانو په ګډونه لسګونه ملکي وګړي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.»

طالب ویند دا بریدونه «بزدلانه عمل، تجاوز، جنایت او وحشت» بللي اوغندلي یې دي.

‏تر دې  وړاندې سیمه ییزو سرچینو ویلي و چې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله تر دې دمه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د روغتون سرطبیب ډاکټر نورز ویلي چې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله تر اوسه ۴۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د څمکنیو ولسوالۍ په یوه استوګنیزه سیمه کې پر جومات د برید راپور ورکړل شوی، او د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ پر ملکي کورونو هم بریدونه شوي دي.

په کونړ ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې د مرورې ولسوالۍ د برول سیمې پر یوه کور د شپې ناوخته هوايي برید شوی دی.

د دې سیمې د لېرې والي له امله تر اوسه د احتمالي زیانونو او مرګ‌ژوبلې بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.