د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک (سپاه پاسداران) د عامه اړیکو دفتر د شنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې وویل، چې د دوی سمندري ځواکونو نن سهار په ۰۱:۳۰ بجو د هرمز تنګي کې څلور سرغړونکي تېل وړونکي ټانکرونه ودرول.
د ایران په وینا، دغو ټانکرونو د امریکا په هڅونه او لارښوونه، پرته له همغږۍ او د خبرداریو له پامه غورځولو سره غوښتل په غیرقانوني ډول له تنګي څخه بهر شي.
د سپاه پاسداران په وینا، له خبرداري وروسته یو ټانکر په نښه او ودرول شو او نور بېرته وګرځېدل.
اعلامیه زیاتوي چې د دغې پېښې په غبرګون کې، په ۰۲:۰۰ بجو امریکايي بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په قشم جزیره کې د مخابراتو پر یو ټاور او په سیریک جزیره کې پر بل ټاور بریدونه وکړل.
د ایران د سپاه پاسداران د هوايي فضا ځواک سمدستي د دغه برید په ځواب کې، په کویټ کې د امریکا د «علي السالم» په نوم دوه هوايي اډې او په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ناوګان (ففټ فلیټ) مهم تاسیسات په بالیستیک توغندیو په نښه کړل.
ایران امریکا ته په سختو ټکو کې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «که دغه ډول ناوړه کړنې تکرار شي، یوازې په محدود ځواب به بسنه ونکړو. د تېلو او ګازو پر مخ د هرمز تنګي د بشپړ تړلو د ټولو پایلو مسوولیت به د امریکا پر غاړه وي.»
