لویدیځه اسیا

ټرمپ: ډېر ژر به د ایران د هوکړې په اړه پرېکړه وکړم

انځور- ارشیف څخه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره د اوربند د غځولو د وړاندیز شوې طرحې په اړه به ډېر ژر پرېکړه وکړي، خو له دې سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پر اصلي او حساسو مسایلو لا هم د نظر سخت اختلافات شتون لري.

ټرمپ وویل چې هغه به د سپینې ماڼۍ په بیړنۍ خونه (Situation Room) کې د دغه ۶۰ ورځني اوربند د غځولو پر سر وروستۍ پرېکړه وکړي ترڅو مذاکره کوونکو ته د دایمي سولې لپاره وخت ورکړل شي.

د سپینې ماڼۍ د سرچینو په وینا، دا غونډه نږدې دوه ساعته روانه وه خو لا یې د ټرمپ د نهایي پرېکړې په اړه څه ندي ویلي او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ به یوازې داسې هوکړه لاسلیک کړي چې د امریکا تر سرو کرښو لاندې وي او ایران پکې هیڅکله اتومي وسلو ته لاسرسی ونلري.

بل لور ته، یوې لوړپوړې ایراني سرچینې ته تایید کړې چې هوکړه نږدې ده خو لا نهایي شوې نده.

ټرمپ ټینګار کړی چې ایران باید د هرمز په تنګي کې خپل انحصار پای ته ورسوي، له بېړیو څخه باج او مالیه وانخلي او د اوبو دا لاره په دواړو خواوو پرانیزي، خو تهران لا په‌دې شرایطو سر ندی اېښی.

د ایران فارس نیمه دولتي خبري اژانس د ټرمپ دا خبرې “د درواغجنې بریا ښودلو هڅه” بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په دولتي ټلویزیون کې وویل چې د هرمز تنګي مدیریت یوازې د ایران او عمان حق دی او په احتمالي هوکړه کې د اتومي پروګرام هیڅ موضوع نشته.

فارس اژانس وایي د هرمز تنګی به د تهران په شرایطو او یوازې هغه مهال پرانیستل شي چې امریکا د ایراني بېړیو کلابندي لیرې کړي؛ خو د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وایي دا بندیزونه به په خورا ورو ډول لیرې شي.

دغې ایراني رسنۍ دا ادعا هم کړې چې په هوکړه کې د ایران د ۱۲ میلیارد ډالرو کنګل شویو پیسو پر ازادېدو توافق شوی، خو ټرمپ وویل تر امر ثاني پورې به هیڅ پیسې تبادله نشي.

ولسمشر ټرمپ د راتلونکو کانګرس ټاکنو له امله د تېلو د بیو د راښکته کولو او د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره تر سخت سیاسي فشار لاندې دی.

دا جګړه چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسراییلو په بریدونو پیل شوه، په منځني ختیځ کې یې زرګونه کسان وژلي او د انرژۍ بیې یې اسمان ته رسولي دي.

ټرمپ په خپلې (Truth Social) پاڼې کې لیکلي چې له تنګي څخه به ماینونه پاک شي او ګیر پاتې بېړۍ به خپلو هېوادونو ته ستنې شي.

په ورته وخت کې د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي ویلي چې قزاقستان چمتو دی د هوکړې په صورت کې د ایران د غني شویو یورانیمو ذخیرې خپل هېواد ته ولېږدوي.

ایران د بندیزونو د لیرې کېدو ترڅنګ په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتونکی دی، چیرته چې د حزب‌الله پر وړاندې د اسراییلو په سختو بریدونو کې تر اوسه د لبنان ۳۲۰۰ کسان مړه شوي او په مقابل کې یې ۲۳ اسراییلي سرتېري او ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.