لویدیځه اسیا

امریکا او ایران پر یو بل ډزې وکړې؛ ټرمپ وایي اوربند لا هم پر ځای دی

انځور- د متحده ایالاتو او ایران بیرغونه

امریکا او ایران د پنجشنبې په ورځ په تېره یوه میاشت کې د خپل تر ټولو جدي ازمېښت په ترڅ کې پر یو بل ډزې تبادله کړې. سره له دې، ایران وویل چې وضعیت بېرته عادي شوی او امریکا هم ټینګار وکړ چې د جګړې پراخول نه غواړي.

دا نښتې په داسې حال کې رامنځته شوې چې واشنګټن د جګړې پای ته رسولو لپاره د خپل وړاندیز په اړه د تهران ځواب ته په تمه دی.

په دغه وړاندیز کې که څه هم د جګړې درېدل شامل دي، خو د ایران د اټومي پروګرام په څېر جنجالي موضوعات په کې تر اوسه نه دي حل شوي.

د ایران پوځ وایي، امریکا د هرمز تنګي ته نږدې د دوی دوه کښتۍ په نښه کړې او د ایران پر خاوره یې بریدونه کړي دي. خو د امریکا پوځ وایي، دا ډزې یې د ایراني بریدونو په ځواب کې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: «دوی نن له موږ سره لوبې وکړې او موږ هم له منځه یووړل.» هغه ټینګار وکړ چې اوربند لا هم پر ځای او تر پښو لاندې شوی نه دی.

د ایران پوځي چارواکو امریکا تورنه کړه چې د تېلو په یوې کښتۍ او بلې بېړۍ په برید سره یې اوربند مات کړی او د قشم ټاپو په ګډون یې پر ملکي سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

ایران په ځواب کې د چابهار بندر سویل او د هرمز تنګي ختیځ کې امریکایي بېړۍ په نښه کړې دي.

د امریکا مرکزي قوماندانیو (سېنټکام) وویل چې ایران په دې برید کې له توغندیو، ډرون او کوچنیو کښتیو کار اخیستی، خو د امریکا هیڅ یوې بېړۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

ټرمپ وویل چې له ایران سره خبرې اترې په سم مسیر روانې دي او ښايي هره شېبه یوه هوکړه لاسلیک شي.

هغه زیاته کړه: «دوی (ایران) پوهېږي چې هیڅکله باید اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي او په دې اړه یې هوکړه کړې ده.»

دا نښتې داسې مهال کېږي چې په امریکا کې د تېلو بیې د فبروري له وروستیو راهیسې ۴۰ سلنه لوړې شوې او د نړۍ د تېلو او ګازو یو پر پنځمه برخه چې د هرمز تنګي له لارې لېږدول کېږي، له ګواښ سره مخ ده.

بازارونه د سولې د هیلو او د جګړې د وېرې ترمنځ په نوسان کې دي.