امنیت

سرچینې: بدخشان کې د سیمه‌ییز سندرغاړي سلام مفتون مېرمن ووژل شوه

انځور- محلی سندرغاړی عبد السلام مفتون

بدخشان کې سیمه‌ییزو سرچینو «آمو» ته ویلي، چې د مشهور سیمه‌ییز سندرغاړي عبدالسلام مفتون مېرمن «لیلما» په اشکاشم ولسوالۍ کې د وسله‌والو کسانو په برید کې وژل شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه نن پنجشنبه سهار مهال د اشکاشم ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

لیلما چې په دغه بازار کې د میرمنو د یوه ځانګړي رستورانت مالکه وه، هغه مهال په نښه شوې چې دندې ته پر لاره وه.

تر اوسه د دغه برید لامل نه دی څرګند او طالب چارواکو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل، ننګرهار، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي وژنې او مرموز بریدونه زیات شوي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

په تېرو دریو ورځو کې د هرات د فلزکارانو د اتحادیې رییس او په ننګرهار کې یو قومي مشر «حاجي الله نظر» هم د ناپېژانده وسله‌والو په بریدونو کې وژل شوي دي.