لویدیځه اسیا

امریکا ایران سره اوربند وغځاوه، خو د ایران توافق لا نه دی روښانه

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران سره اوربند یې تر نامعلوم وخت وغځوه ترڅو د سولې نورو خبرو ته زمینه برابره شي، که څه هم د چهارشنبې په ورځ لا نه وه روښانه چې ایا ایران یا د امریکا متحد اسراییل به دغه پرېکړه ومني که نه.

ټرمپ په یوه بیان کې چې پر ټولنیزو رسنیو یې خپور کړ، ویلي چې امریکا د پاکستاني منځګړو د هغه غوښتنې سره هوکړه کړې چې «د ایران پر هېواد زموږ بریدونه تر هغه وخته وځنډوو چې د دوی مشران او استازي یوې واحدې طرحې ته ورسېږي… او خبرې اترې په یوه یا بل ډول پای ته ورسېږي.»

د پاکستان مشرانو په اسلام‌اباد کې د سولې د هغو خبرو کوربتوب کړی چې موخه یې د یوې داسې جګړې پای ته رسول دي چې زرګونه کسان یې وژلي او نړیوال اقتصاد یې لړزولی دی.

خو ټرمپ د اوربند د دغه یو اړخیز غځولو د اعلان سره سره، دا هم ویلي چې د ایران د سمندري سوداګرۍ پر وړاندې به د امریکا د سمندري ځواکونو محاصره دوام ولري، کوم چې ایران د جګړې یو اقدام ګڼي.

د چهارشنبې په سهار د ایران لوړپوړو چارواکو د ټرمپ دې اعلان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له تهرانه ځینو لومړنیو غبرګونونو ښودلې چې د ټرمپ څرګندونې د شک په سترګه کتل کېږي.

د اسلامي انقلابي ګارډ اړوند تسنیم خبري اژانس ویلي چې ایران د اوربند د غځولو غوښتنه نه وه کړې او د امریکا د محاصرې د ماتولو لپاره یې په خپلو ګواښونو ټینګار کړی دی.

د ایران د مشر مذاکره کوونکي (د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف) یوه سلاکار ویلي چې د ټرمپ اعلان ډېر کم وزن لري او ښايي یوه دسیسه وي.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران په بمبارولو سره جګړه پیل کړه. دا شخړه په چټکۍ سره د فارس خلیج هېوادونو ته، چې د امریکا پوځي اډې پکې دي، او لبنان ته خپره شوه.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې ویلي چې د اوربند د غځولو لېواله دی ځکه «د ایران حکومت په جدي توګه ټوټه ټوټه شوی دی،» چې دا د جګړې په لومړیو اوونیو کې د ایران د ځینو مشرانو، په شمول د ستر مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي د وژلو ته اشاره ده.

تر دې اعلان څو ساعته مخکې، ټرمپ د CNBC خبري چینل ته ویلي و چې د لنډمهاله اوربند د دوام لېواله نه دی او د امریکا پوځ «د جګړې لپاره چمتو دی.»

د یادولو وړ ده چې تر اوسه په سیمه کې تر ۵۰۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه زره نور بې‌ځایه شوي دي.

د هرمز تنګی، چې د نړیوالې انرژۍ په بازارونو کې یو حیاتي ځای لري، د جګړې له امله نږدې بند شوی دی.

د جګړې په اړه لومړنۍ خبرې اترې ۱۰ ورځې وړاندې بې‌پایلې وې. ټرمپ غواړي چې ایران د یورانیمو له غني کولو څخه لاس واخلي، خو ایران وايي چې دوی یوازې سوله‎ییز اتومي پروګرام لري.