د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسېدو په اړه هیلې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د پاکستان د پوځ مشر په تهران کې د منځګړیتوب هڅې پیل کړې او بلخوا د ډونالډ ټرمپ ادارې د هرمز تنګي د پرانیستلو او یوې احتمالي هوکړې خبر ورکړ.
رویټرز وايي یو جګپوړي اسرائیلي چارواکي ویلي، چې د اسرائیلو کابینې د چهارشنبې په ورځ په لبنان کې د احتمالي اوربند په اړه بحث کړی دی.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ به خبرې اترې د پنجشنبې په ورځ ترسره شي. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې کړکېچ په بې مخینې ډول زیات شوی دی.
د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، لبناني چارواکي باوري دي چې ډېر ژر به د اوربند اعلان وشي. د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویټ هم تایید کړه چې د پاکستان په منځګړیتوب خبرې اترې ګټورې او روانې دي او دوی د هوکړې په اړه مثبت احساس لري.
د پاکستان پوځ تایید کړې چې جنرال عاصم منیر تهران ته رسېدلی ترڅو د ایران او امریکا ترمنځ د نظرونو اختلاف راکم کړي.
ایراني سرچینو ویلي چې منیر د تېرو خبرو اترو د مړژواندي کېدو هڅه کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي هم په ایکس پاڼه کې د منیر هرکلي ته په اشارې ویلي چې تهران په سیمه کې ثبات او سولې ته ژمن دی.
د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بیسنټ وړاندوینه کړې چې پر ایراني بندرونو د امریکا د بندیزونو (Blockade) له امله به چین د ایران د تېلو پېرودل ودروي.
هغه خبرداری ورکړ چې امریکا به پر هغو هېوادونو او بانکونو ثانوي بندیزونه ولګوي چې له ایران سره راکړه ورکړه کوي.
بلخوا ولسمشر ټرمپ ویلي چې ده د چین ولسمشر شي جین پینګ ته ویلي چې ایران ته وسلې ورنهکړي. ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې دی د نړۍ او چین په ګټه د هرمز تنګی «دایمي پرانیزي» او په راتلونکو څو اونیو کې به له چینايي ولسمشر سره وګوري.
دا جګړه د دې لامل شوې چې ایران د هرمز تنګی د نورو هېوادونو پر مخ وتړي، خو امریکا وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې هیڅ بېړۍ پرېنښوده چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې ووځي.
ورته مهال، ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی چې که جګړه ونه درېږي، امریکا کولای شي په یو ساعت کې د ایران ټول پلونه او د برېښنا فابریکې له منځه یوسي.
د سولې په خبرو کې یو بل لوی خنډ د ایران اټومي پروګرام دی. امریکا د ۲۰ کلونو لپاره د اټومي فعالیتونو د ځنډولو غوښتنه کړې، خو تهران یوازې د ۳ څخه تر ۵ کلونو پورې د وقفې وړاندیز کړی دی.
واشنګټن غواړي چې غني شوي مواد له ایرانه وایستل شي، خو تهران لومړی د ټولو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي.
