لویدیځه اسیا

پر اوکراین د روسیې بریدونو کې د یو ماشوم په ګډون ۳ تنه وژل شوي

انځور- د روسیې او اکراین جګړه ارشیف څخه

روسي ځواکونو د پنجشنبې په سهار د اوکراین پر پلازمېنه کیف او یو شمېر نورو ښارونو پراخ توغندیز بریدونه کړي، چې له امله یې د یو ۱۲ کلن ماشوم په ګډون ۳ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

د پلازمېنې کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، چې په پلازمېنه کې د یوې ۳۵ کلنې ښځې او ۱۲ کلن هلک مړي له ویجاړو شویو ودانیو ترلاسه شوي دي.

د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۸ تنه ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

بلخوا د دنیپرو ښار په استوګنیزو سیمو کې هم د روسي توغندیو لګېدو له امله یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر ودانۍ په اور کې سوځېدلې دي.ش

ځايي چارواکي وايي، په خارکیف ښار کې هم د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

په کیف او یو شمېر نورو سیمو کې تر بریدونو څو ساعته وروسته هم د خطر زنګونه غږېدل او د ژغورنې ډلې په ویجاړو شویو ساحو کې د خلکو په ایستلو بوختې وې.