د امریکا او ایران لوړپوړي مشران د شنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته د هغې جګړې د پای ته رسولو لپاره ورسېدل چې شپږ اونۍ وړاندې پیل شوې وه؛ خو تهران ویلي چې تر هغو دا خبرې نه شي پیلېدلی چې د لبنان او بندیزونو په اړه ډاډ ترلاسه نه کړي.
د امریکا پلاوی چې مشري یې مرستیال ولسمشر جي ډي ونس کوي او د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او زوم یې جریډ کوشنر هم پکې شامل دي، د شنبې په سهار د امریکا د هوایي ځواک په دوو الوتکو کې اسلاماباد ته ورسېدل.
هلته د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ورته هرکلی ووایه.
د ایران پلاوی چې مشري یې د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوي، د جمعې په ورځ اسلام اباد ته رسېدلی و.
دا له ۱۹۷۹ کال (اسلامي انقلاب) راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ په تر ټولو لوړه کچه خبرې دي او له ۲۰۱۵ کال راهیسې لومړی ځل دی چې دواړه لوري رسمي مخامخ خبرې کوي.
په همدې حال کې ټرمپ ویلي چې ایران هېڅ کارت په لاس کې نه لري قالیباف په ایکس پاڼه کې لیکلي چې واشنګټن وړاندې منلې وه چې د ایران کنګل شوې شتمنۍ به ازادوي او په لبنان کې به اوربند کوي.
هغه وویل تر هغو چې دا ژمنې پوره نه شي، خبرې نه پیلېږي. د امریکا او اسرائیلو په وینا د لبنان جګړه د دې اوربند برخه نه ده، خو تهران ټینګار کوي چې ده.
ولسمشر ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «ایرانیان داسې ښکاري چې نه پوهېږي دوی هېڅ کارت په لاس کې نه لري، یوازې د نړیوالو اوبو له لارې د لنډمهالې باج اخیستنې هڅه کوي. یوازینۍ وجه چې دوی نن ژوندي دي، دا ده چې یوه معامله وکړي.»
سلاماباد د دې خبرو لپاره په بشپړه توګه تړل شوی او په زرګونو نیمه نظامي او پوځي سرتېري په واټونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري رویټرز رسنیو ته ویلي چې امنیت په څو طبقو کې نیول شوی ترڅو هېڅ ډول ګډوډي رامنځته نه شي.
ټرمپ تېره سه شنبه دوه اونۍ اوربند اعلان کړی و چې په ایران یې د امریکا او اسرائیلو هوایي بریدونه ودرول، خو دې کار د هرمز تنګي بندیز پای ته نه دی رسولی او نه یې هم په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلو جګړه ارامه کړې ده.
ټاکل شوې چې راتلونکې سه شنبه د اسرائیلو او لبنان چارواکي په واشنګټن کې وګوري، خو اسرائیل وایي دا به د “رسمي سولې خبرې” وي او له حزب الله سره پر اوربند خبرې نه کوي.
د ایران د نوي ستر مذهبي لارښود، ایت الله مجتبی خامنه يي په وینا، ایران به د جګړې د ټولو تاوانونو غوښتنه وکړي.
ایران غواړي چې بندیزونه لیرې شي او د هرمز تنګي کنټرول او هلته د محصول (ټکس) اخیستلو حق ورته ورکړل شي.
که څه هم ټرمپ د بریا دعوه کړې، خو ایران لا هم د خپلو ګاونډیو د ویشتلو توغندي او ډرون لري او تر ۴۰۰ کیلوګرامه ډېر بډایه شوي یورانیم هم ورسره دي.
