سیاست

اسلام اباد کې د ایران سفیر: د تهران پلاوی نن له امریکا سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

په پاکستان کې د ایران سفیر، رضا امیري مقدم اعلان وکړ چې د ایران یو لوړپوړی پلاوی به نن ماښام د اپریل په ۹مه، اسلام‌اباد ته ورسېږي، ترڅو له امریکايي چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.

امیري مقدم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، سره له دې چې د اسرائیلو له لوري د اوربند تکراري سرغړونو په عامه افکارو کې شکونه رامنځته کړي، خو ایران پرېکړه کړې چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه دغه خبرې مخته یوسي.

د ایراني ډیپلوماټ په وینا، د دوی پلاوی د هغو “۱۰ مادو” پر بنسټ اسلام‌اباد ته ځي چې تهران له وړاندې د یوې جدي هوکړې لپاره وړاندیز کړې دي.

دغه مذاکرات په داسې حال کې کېږي چې د سیمې وضعیت د لبنان د جګړې او د ټرمپ د نوې ادارې د غوښتنو له امله خورا پېچلی شوی دی.

تر دې وړاندې تر دې وړاندې د ایران د پارلمان مشر او جګپوړي مذاکره کوونکي، محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړ په داسې حال کې چې د امریکا د اوربند له اعلان وروسته اسرائیلو پر لبنان تر بریدونه و کړل له امریکا سره د دایمي سولې په تړاو خبرې کول «نامعقوله» برېښي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران له دوی سره پر یوې «واقعي هوکړې» سلا نه شي او هغه په بشپړ ډول رعایت نه کړي ــ چې د ده په وینا لرې ښکاري ــ نو جګړه به بیا پیل شي.

ټرمپ ټینګار کړی چې دا ځل به جګړه داسې وي چې نړۍ به یې مخینه نه وي لیدلې.

نوموړي پر خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیل» په یوه بیانیه کې لیکلي، تر هغې چې یوه نهایي هوکړه لاسلیک او عملي شوې نه وي، امریکايي ځواکونه به د ایران په شاوخوا سیمو کې په بشپړ چمتووالي سره پاتې شي.

ټاکل شوې چې پاکستان به د راتلونکې شنبې ورځ په  اسلام اباد کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د روغې جوړې دخبرو کوربتوب وکړي