سیاست

چین: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې مذاکرات د پرمختګ په حال کې دي

انځور چین کې د طالبانو د مذاکراتو د پلاوي غړي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د چین حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د دغه هېواد په ارومچي ښار کې د سولې خبرې اترې د پرمختګ په حال کې دي.

د مذاکراتو له پیل څخه د درېیو ورځو په تېرېدو سره، چین لا هم د هغو مواردو په اړه جزئیات نه دي ورکړي چې پکې پرمختګ شوی دی.

تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، مائو نینګ په یوه خبري ناسته کې ویلي وو، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، دغه هېواد له دواړو خواوو سره د بېلابېلو چینلونو او سطحو له لارې په نږدې اړیکه کې دی او د خبرو اترو لپاره یې لازمې زمینې برابرې کړې دي.

د هغې په وینا، طالبانو او پاکستان د چین د هڅو هرکلی کړی او لېواله دي چې یو ځل بیا د خبرو میز ته کښېني.

میرمن مائو زیاته کړه چې د مشورو بهیر په «ثابت او تدریجي» ډول مخ ته ځي او درېواړه خواوې د دغه بهیر په اړه پر ځینو ځانګړو موضوعاتو تفاهم ته رسېدلي دي.

د چین ارومچي ښار تېره چهارشنبه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د پیل شاهد و.

دا مذاکرات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ نښتې پنځمې اونۍ ته داخلې شوې دي.

دا کړکېچونه د فبرورۍ په ۲۶مه پیل شول چې پکې فرضي کرښې ته څېرمه ډزې او د افغانستان په خاوره کې دننه د پاکستان هوايي بریدونه شامل وو.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دغو نښتو په لومړیو دوو اونیو کې د افغانستان په ختیځ کې تر ۷۶ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

پاکستان وايي، عملیات یې هغه وسله‌والې ډلې په نښه کوي چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، چې پکې د پاکستان تحریک طالبان (TTP) هم شامل دي.

طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

د کړکېچ کمولو لپاره هڅو تر اوسه محدودې پایلې لرلي دي. ورته خبرې اترې چې تېر کال په استانبول، دوحه او سعودي عربستان کې ترسره شوې، د کړکېچ کمولو لپاره د یوه باثباته چوکاټ په رامنځته کولو کې پاتې راغلې وې.