د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ناوخته د ایران د بنسټیزو تاسیساتو د ویشتلو په اړه په خپل وروستي ګواښ کې خبرداری ورکړ، چې د دغه هېواد پلونه او د برېښنا د تولید مرکزونه به په نښه او ویجاړ کړي.
ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: «د امریکا پوځ لا تر اوسه په ایران کې د پاتې شویو شیانو پر ویجاړولو پیل نه دی کړی. بل ګام پلونه او بیا برېښنا کوټونه دي.»
هغه په خپل دغه پوسټ کې زیاته کړې چې د ایران رهبري «پوهېږي چې څه باید وشي، او دا کار باید ډېر ژر (FAST) ترسره شي!»
ټرمپ، چې تر دې وړاندې یې د جګړې لپاره بدلیدونکي مهالوېشونه او اهداف وړاندې کړي وو، د چهارشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل که ایران د واشنګټن شرایط ونه مني، جګړه ښايي نوره هم توده شي او د دغه هېواد پر انرژۍ او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه ممکن دي.
بل لور ته، په امریکا کې د نړیوالو قوانینو لسګونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې پر ایران د امریکا بریدونه ښايي «جنګي جرمونه» وګڼل شي.
د ۱۹۴۹ کال د جنیوا کنوانسیون چې په جګړه کې د بشري چلند په اړه دی، پر هغو ځایونو بریدونه منع کوي چې د ملکي خلکو لپاره اړین ګڼل کېږي.
د جنیوا کنوانسیون او اضافي پروتوکولونه وايي چې په پوځي شخړه کې ښکېلې خواوې باید د «ملکي ځایونو او پوځي اهدافو» ترمنځ توپیر وکړي او پر ملکي ځایونو بریدونه منع دي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل: «موږ به په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې پر هغوی خورا سخت بریدونه وکړو. موږ به هغوی بېرته د ډبرو عصر (Stone Ages) ته بوځو، چېرته چې د هغوی ځای دی.»
که څه هم هغه وویل چې واشنګټن په ایران کې خپلو اهدافو ته نږدې شوی، خو ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم مهالوېش وړاندې نه کړ.
دا جګړه د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه هغه مهال پیل شوه چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه وکړل.
تهران د اسرائیلو او په خلیج کې پر هغو هېوادونو چې د امریکا پوځي اډې پکې دي، په بریدونو سره ځواب ورکړ.
په ایران کې د امریکا او اسرائیلو ګډو بریدونو او په لبنان کې د اسرائیلو بریدونو زرګونه کسان وژلي او میلیونونه نور یې بېځایه کړي دي.
دې جګړې د تېلو بیې هم لوړې کړي او نړیوال بازارونه یې لړزولي دي.
د ۲۰۰۳ کال د عراق له برید راهیسې، د ټرمپ تر اوسه پورې متضادو پیغامونو د دغه هېواد د تر ټولو سترو پوځي بریدونو په اړه اندېښنې نه دي کمې کړې.
