د بشري حقونو څار سازمان په کابل کې پر «امید» مرکز د پاکستان د هوايي برید په اړه د خپلو څېړنو موندنې خپرې کړې دي، دغه سازمان دا برید « نا قانوني» بللی او ویلي یې دي چې دا پېښه ممکن د جنګي جنایت په توګه وبلل شي
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نړیوالو بنسټونو د ارقامو له مخې، د مارچ د ۱۶مې نېټې برید چې د «امید» مرکز یې په نښه کړ، لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژلي او له ۲۵۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړي چې ډېری یې ناروغان وو
د بشري حقونو څار سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې سمدستي او بېپرې څېړنې ترسره کړي او د دې برید عاملین ځواب ویونکي کړي
د دغه سازمان د اسیا برخې مرستیالې پتریشیا ګوسمن وویل: «موجود شواهد ښيي چې په کابل کې د درملنې پر یو پېژندل شوي مرکز د پاکستان هوايي برید، چې د لسګونو ناروغانو د وژل کېدو لامل شو، غیرقانوني و.»
د دغه سازمان په وینا، دغه برید د درملنې یوه لویه مجموعه په نښه کړې چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ناټو په پخوانۍ اډه کې (چې په فینیکس کمپ مشهوره وه) فعالیت درلود
د دې مرکز د یوه کارکوونکي په وینا، درې ودانۍ په نښه شوې دي چې پکې د ډوډۍ خوړلو تالار، د اوسېدو ودانۍ چې شاوخوا ۴۵۰ ناروغان پکې وو او د ساتونکو یوه خونه شامله ده
د یوه نړیوال بنسټ چارواکي هم ویلي چې د برید پر مهال ډېری ناروغان د ډوډۍ خوړلو په تالار کې د روژه ماتي لپاره راټول شوي وو
ملګرو ملتونو هم د دغه مرکز د هغې برخې د «بشپړې ویجاړۍ» خبر ورکړی چې د تنکیو ځوانانو د درملنې لپاره ځانګړې شوې وه
پاکستان دا عملیات د بیارغونې پر بنسټونو او د مهماتو پر زېرمو «دقیق هوايي بریدونه» بللي دي، خو د بشري حقونو څار سازمان وايي چې موجود شواهد د دې ادعا ملاتړ نه کوي
دغه سازمان زیاته کړې چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر لخوا خپره شوې ویډیو ښيي چې یو توغندی د دې مجموعې تر ټولو لویې ودانۍ سره لګېږي او وروسته په نورو برخو کې هم چاودنې رامنځته کېږي
د سټلایټي انځورونو له څېړنې وروسته څرګنده شوې چې د دې مجموعې پراخې برخې ویجاړې شوې او څو ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې یا سختې زیانمنې شوې دي
د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې د دغه مرکز د نظامي استفادې هیڅ ډول شواهد یې نه دي موندلي. د جګړې د قوانینو له مخې، روغتیايي مرکزونه ځانګړی خوندیتوب لري او حتی د شک په صورت کې هم باید خبرداری ورکړل شي او ملکيانو ته رسېدونکی زیان باید غیر متناسب نه وي
دغه سازمان ټینګار کړی چې د شته معلوماتو پر بنسټ، دا برید «بېباکه او غیرقانوني» ښکاري او حتی که نظامي هدف هم موجود وي، ښایي د تناسب له اصل څخه سرغړونه شوې وي، همدارنګه ویل شوي چې د جګړې د قوانینو جدي نقض که په قصدي یا بېباکه ډول وي، جنګي جنایت بلل کېدی شي
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د عدلي او تخنیکي وړتیاوو کمښت د قربانیانو د پېژندنې پروسه ستونزمنه کړې ده
د یوه عدلي ډاکټر په وینا، ځینې جسدونه د پېژندنې وړ نه وو. په دغه مرکز کې هغه بندیان هم ساتل کېدل چې له څرخي پله زندان څخه ورته راوړل شوي وو او یا هغه کسان چې د نشهیي توکو پر ضد عملیاتو کې نیول شوي وود دغه سازمان په وینا، ځینې کسان تر برید وروسته په ګډوډۍ کې تري تم شوي هم دي.
د بشري حقونو څار سازمان دا برید د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په چوکاټ کې ارزوي
پاکستاني چارواکو په وار وار طالبان د «تحریک طالبان پاکستان» ډلې ته په پناه ورکولو تورن کړي دي، هغه تور چې افغان چارواکي یې ردوي
په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د لسګونو ملکيانو د وژل کېدو او سلګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی
دغه سازمان له بهرنیو هېوادونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو ځواب ویونکی شي او دا وڅېړي چې ایا د استخباراتو، د هدفونو په پېژندلو او نظامي پرېکړو کې ناغېړي شوې ده که نه
تر دې وړاندې هم سرچینو امو تلویزیون ته ویلي وو چې په دغه برید کې لږ تر لږه درې بمونه پر دغه مرکز لګېدلي دي
