سیاست

د لندن د ناستې پرېکړه لیک: د سیاسي نظام مشروعیت د هېواد د روان کړکېچ د حل کیلي ده

انځور- د لندن د ناستې دویمه ورځ

په لندن کې د «یووالي او اعتماد پر لور» تر عنوان لاندې د ناستې ګډونوالو په خپل وروستي پرېکړه لیک کې ټینګار کړی، چې د سیاسي نظام مشروعیت، د قانون حاکمیت او په واک کې ملي ګډون د اوسني بحران څخه د افغانستان د وتلو بنسټیزې لارې دي

په دغه اعلامیه کې راغلي چې ګډونوالو هوکړه کړې چې هر راتلونکی سیاسي نظام باید د خلکو په اراده، د هغوی په رایه او د یوه عصري اساسي قانون په چوکاټ کې رامنځته شي

په دې ناسته کې همدارنګه د باور فضا پر رامنځته کولو، د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د سیاسي واټنونو پر کمولو ټینګار شوی دی

د قانون حاکمیت، د ښځو او ځوانانو مانا لرونکی ګډون، د بشري حقونو تضمین او د بیان آزادي د دغې ناستې له اساسي او نه معامله کېدونکو اصولو څخه ګڼل شوي دي

 ګډونوالو د هېواد اوسنی وضعیت د طالبانو لخوا «د دین له ناسم تفسیر او اوزاري استفادې» څخه اغېزمن بللی او زیاته کړې یې ده چې د مشروعیت نشتوالي، د قدرت انحصار او پر اساسي حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو لګول شویو محدودیتونو هېواد له ژور بحران سره مخ کړی دی

د اعلامیې پر بنسټ، په دویمه ورځ ګډونوالو چې د سیاسي ګوندونو استازي، خپلواکې څېرې، مدني فعالان او د رسنیو غړي وو، د بریتانیا په پارلمان کې هم حضور وموند

هلته د افغان محصلینو لپاره د ویزو د صدور پر بیا پیل، د «چونینګ» بورسونو پر بیا فعالولو، د فقر پر زیاتېدو او د یوه ټولشموله سیاسي بهیر پر اړتیا بحثونه وشول د بریتانیا د پارلمان د دفاع او پراختیا کمېسیونونو مشرانو هم له افغانانو سره پر دوامداره ملاتړ ټینګار وک.

د یادونې وړ ده چې د دې ناستې ګډنوالو لاندې اوه ټکې د کاري اصولو په توګه و ټاکل:

  • د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه.
  • د ولسواک او وګړي محوره قانون حاکمیت.
  •  د اتباعو د حقونو تامین او ټولنیز تنوع ته درناوی.
  •  په واک کې د خلکو پراخ ګډون. ۵- د خلکو په رایه ولاړ نظام رامنځته کول.
  •  په محلي حکومتولۍ کې د ولس د رول پیاوړتیا.
  • دیني اعتدال.

یاد دوه ورځنۍ مجلس د روان میلادي کال د مارچ په ۲۴مه او ۲۵مه په لندن کې جوړه شوې وه، چې شاوخوا ۴۰ استازو پکې برخه اخیستې وه

دا ناسته د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ لخوا جوړه شوې وه، چې تېر پړاو یې په اسلام‌اباد کې ترسره شوی و