امنیت

ننګرهار کې د نښتو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ له سختو شرایطو سره مخ دي

انځور- د ننګرهار په مومنددره ولسوالۍ کې د نښتو له امله د بې‌ځایه شوې کورنۍ

پر ننګرهار او کنړ ولایتونو د پاکستاني پوځ له وروستیو بریدونو وروسته، په سلګونو کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې او اوس د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره ، شپې او ورځې په سختو شرایطو کې تېروي.

ننګرهار او کنړ ولایتونو فرضي کرښې ته څېرمه د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني پوځ د وروستیو بریدونو له امله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د لعل‌پورې، نازیانو، ناړۍ، بریکوټ او مروري ولسوالیو د اوسېدونکو په وینا، په دې بریدونو کې تر ټولو زیات زیان ملګي وګړو ته اوښتی او درانه مالي او ځاني زیانونه یې ګاللي دي.

دا کورنۍ اوس د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې په بد حال کې ژوند کوي، دوی ټینګار کوي چې د بې‌ځایه کېدو له څو ورځو تېرېدو سره سره، لا هم مناسبې سرپناه، خوراکي توکو او لومړنیو مرستو ته لاسرسی نه لري.

جلال الدین، چې له جګړې اغېزمن شوی، وايي: «موږ د پاکستان د بریدونو له وېرې اړ شوو چې خپل کورونه پرېږدو، هاوانونه پر شاوخوا کورونو ولګېدل او ډېر کسان ټپیان شول؛ د ځینو لاسونه او پښې پرې شول. موږ دلته راغلو چې خپل ځانونه وژغورو او اوس د نورو په کورونو کې اوسېږو. فعلاً شپږ کورنۍ په یو کور کې ژوند کوو.»

یو شمېر نور بې‌ځایه شوي بیا د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې حتی ډوډۍ او مناسبو خیمو ته لاسرسی نه لري.

منګل، چې بل اغېزمن شوی اوسېدونکی دی، وايي: «پر کورونو مو هاوانونه ولګېدل او درګاه مو ویجاړه شوه، هلته نور د ژوند امکان نه و، اړ شوو چې دلته راشو، اوس په دښته کې ژوند کوو؛ نه خیمه لرو او نه ډوډۍ. ستونزې خورا ډېرې دي او هر څه ته اړتیا لرو. حکومت باید له موږ سره مرسته وکړي.»

سربېره پر دې، ځینې نور بیا شپې او ورځې په وېره کې تېروي او ټینګار کوي چې د بریدونو د شدت له امله یې یوازې د خپلو ځانونو د ژغورلو چانس موندلی دی.

دوشي خان، چې له خپلې مېنې بې‌ځایه شوی، وايي: «هر څه مو له منځه لاړل، وسایل مو هماغلته پاتې شول. یوازې مو وکولای شول خپل ځانونه او ماشومان وژغورو. اوس ملګرو ځای راکړی چې دلته ژوند کوم، که نه تر باران لاندې به پاتې وو.»

د دوی له بې‌ځایه کېدو څخه د څو ورځو په تېرېدو سره، دا کورنۍ لا هم په مومندره ولسوالۍ کې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو په نشتوالي کې په سخت حالت کې دي. دوی له مسوولو بنسټونو غواړي چې په دې بحراني وضعیت کې ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.