د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنډسي، پر کابل او د هېواد پر نورو برخو د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو، له طالبانو او اسلاماباد څخه غوښتي چې بېرته د خبرو مېز ته وګرځي.
نوموړي په ایکس (X) کې په یوې بیانیه کې ویلي چې په دغو نښتو او بریدونو کې ملکي وګړي تر ټولو دروند بار پر اوږو وړي.
د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي: «موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دښمنیو له امله د ملکي تلفاتو د زیاتوالي، په ځانګړې توګه په کابل کې د شپې مهال د شویو بریدونو په اړه سخت اندېښمن یو.»
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه پاکستاني جنګي الوتکو د کابل بېلابېلې برخې بمبار کړې؛ هغه بریدونه چې طالبانو ویلي پکې د «روږدو کسانو د درملنې یو مرکز» هم په نښه شوی دی.
د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي، خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې. هغوی ویلي چې دا مرکز چې د روږدو ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېده، په مستقیم ډول په نښه شوی دی.
خو پاکستان پر روغتون برید رد کړی دی. د دې هیوا چارواکو ویلي چې دغه برید دې ځای ته نږدې د مهماتو ډیپوګان په نښه کړي او طالبان یې تورن کړي چې په خپله یې د درملنې دغه مرکز ته اور اچولی؛ هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.
دغو ضد او نقیض روایتونو په دې اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې چې په اصل کې څه شی په نښه شوي او دا دومره لویه مرګژوبله څنګه رامنځته شوې، چې لا هم بې ځوابه پاتې دي.
په ورته وخت کې، سرچینو ویلي چې د دوشنبې په شپه د کابل نورې برخې هم، له هغې ډلې د ښار په اتمه ناحیه کې د طالبانو د دفاع وزارت د «مهماتو یو ډیپو» په نښه شوی دی.
د سرچینو په وینا، د دغه برید په پایله کې د څو ساعتونو لپاره له دې سیمې څخه د اور لمبې او لوګي پورته کېدل او د اور وژنې وسایط ونه توانېدل چې اور مهار کړي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې یوویشتمې ورځې ته داخلې شوې او د تاوتریخوالي د زیاتېدو او پر ملکي وګړو یې د اغېز په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
