د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د بشري ارزښتونو او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.
کرزي په خپله رسمي پاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې زموږ یو شمېر هېوادوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
نوموړي دا بریدونه د ګاونډیتوب د اصولو پر خلاف بللي او پر پاکستان یې غږ کړی چې د دښمنۍ لاره پرېږدي.
حامد کرزي یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې دوراندیشي وکړي او له افغانستان سره د نېکو، متمدنو اړیکو او تګلاره غوره کړي.
د پخواني ولسمشر دا غبرګون پر داسې مهال راځي چې تر دې وړاندې د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پاکستاني ځواکونو لخوا د ملکي وګړو وژل وغندل او د دې پېښو د سمدستي څېړلو غوښتنه یې وکړه.
دا بریدونه پر داسې مهال کېږي چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو ۱۷ ورځې تېرېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې پورې په دغو جګړو کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دواړو غاړو یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کړي؛ طالبان د ۳۲۷ پاکستاني سرتېرو او پاکستان د ۵۸۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي.
