امریکایي نظامي پلټونکي په دې باور دي چې ډېر احتمال شته امریکایي ځواکونه په ایران کې د نجونو پر هغه ښوونځي د برید مسؤل وي چې لسګونه ماشومان په کې ووژل شول، خو لا هم وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې دوو امریکایي چارواکو ورته ویلي چې که څه هم تحقیقات روان دي، خو لومړنۍ نښې د امریکا مسؤلیت ته ګوته نیسي.
دغه اژانس په خپلواکه توګه نه ده توانېدلې چې د کارول شویو مهماتو د ډول، د پېښې د دقیق علت او یا د شواهدو په اړه نور جزیات ترلاسه کړي.
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هګسټ د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د دوی پوځ په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
امریکایي چارواکو، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې، وویل چې لا هم دا امکان شته چې نوي شواهد ترلاسه شي او امریکا له دې مسؤلیته برائت ترلاسه کړي.
په میناب کې د نجونو دا ښوونځی د شنبې په ورځ هغه مهال په نښه شو چې امریکا او اسرائیلو پر ایران خپل لومړني بریدونه پیل کړل.
په جنیوا کې د ایران سفیر علي بحریني ادعا کړې چې په دې برید کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي وژل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ په یوه بیان کې ویلي چې که څه هم د دفاع وزارت پلټنې کوي، خو د ایران رژیم تل ملکي وګړي او ماشومان په نښه کوي، نه متحده ایالات.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې هېواد به یې هیڅکله په قصدي ډول یو ښوونځی په نښه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلي او امریکایي ځواکونو د ایران په جګړه کې خپل اهداف ویشلي وو؛ اسرائیلو د ایران په لوېدیځ کې د توغندیو مرکزونه او امریکا په سویل کې سمندري او نور اهداف په نښه کول.
ملګرو ملتونو د دې پېښې په اړه د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو او بنسټونو خوندیتوب باید په هر ډول شرایطو کې تضمین شي.
د ایران دولتي تلویزیون د وژل شویو نجونو د جنازو ویډیوګانې خپرې کړې چې په کې د هغوی کوچني تابوتونه په داسې حال کې ښکاري چې د ایران په بیرغونو پوښل شوي او د خلکو په اوږو لېږدول کېږي.
که د امریکا لاس لرل په کې ثابت شي، نو دا به په منځني ختیځ کې د تېرو څو لسیزو په جګړو کې د ملکي مرګژوبلې تر ټولو لویه او درنه پېښه وي.
