د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ته په خطاب کې ویلي چې ستاسو د کورنیو تر درېیو نسلونو پورې مشران له دې وړاندې په پاکستان کې اوسېدلي دي.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې سره له دې چې پاکستان د لسیزو لپاره د طالب چارواکو او د هغوی د کورنیو مېلمه پالنه وکړه، خو په بدل کې یې هېڅ ترلاسه نه کړل.
خواجه آصف تور پورې کړی چې اوس طالبان د پاکستاني ماشومانو قاتلانو ته پناه ورکوي او هغوی یې په خپله غېږ کې نیولي دي.
هغه زیاته کړې چې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته پاکستان د ناټو لپاره اسانتیاوې برابرولې، خو امریکا پر دوی تور پورې کاوه چې د حقاني شبکې ملاتړ کوي.
د پاکستان دفاع وزیر حقاني ته په خطاب کې لیکلي چې له موږ څخه به تل ستاسو د ځای ځایګي پوښتنه کېدله او اوس دا ستاسو مسؤلیت دی چې نړۍ ته روښانه کړئ چې ایا موږ له تاسو سره مرسته کوله که نه.
هغه همداراز ادعا وکړه چې کابل ته د خپل سفر پر مهال حقاني له ده څخه د ټي ټي پي د مهارولو لپاره پیسې غوښتې وې، خو طالبانو په دې اړه کوم تضمین نه درلود.
خواجه آصف د حقاني پر نوم هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا نوم د یوه ستر او محترم شخصیت و، نو باید لږ تر لږه د دغه نوم حرمت وساتل شي.
هغه خبرداری ورکړی چې که طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي نو دا د دوی خپله خوښه ده، خو زیاته یې کړه چې زموږ دین او کلتور موږ ته ښيي چې باید د هغه کور خیر وغوښتل شي چې پناه پکې اخیستل شوې وي.
دا توند غبرګون وروسته له هغه کیږي چې سراج الدین حقاني تېره ورځ په خوست کې یوې مدرسې ته د وینا پر مهال پاکستان په «ملي پاڅون» وګواښه.
حقاني ویلي وو که چېرې پر ملت غږ وکړي، نو دا به پاکستان ته ډېره ګرانه تمامه شي، خو ټینګار یې وکړ چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره د خبرو لاره خلاصه ده.
حقاني د پاکستان له خلکو غوښتي وو چې خپل پوځي مشر عاصم منیر ته نصیحت وکړي او ورته ووایي چې زموږ پلرونو او نیکونو ستاسو خاورې ازادې کړې دي.
دا لفظي شخړې د تېرې پنجشنبې له شپې راهیسې د دواړو لورو ترمنځ د نښتو او د پاکستان د هغو هوايي بریدونو وروسته تودې شوې چې طالبان پکې د ۱۹ ملکیانو د وژل کېدو ادعا کوي.
