امنیت

د پاکستان دفاع وزیر: د صبر کاسه مو ډکه شوه اوس ښکاره جګړه ده

خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر

د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې تېره شپه وروسته له هغه خورا خونړي پړاو ته ننووتې چې پاکستاني الوتکو په کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو پر مرکزونو، قرارګاوو او د وسلو پر ډیپوګانو او نورو سیمو درنې بمبارۍ وکړې.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د جمعې په ورځ په یو خورا توند بیان کې وویل چې د دوی د صبر کاسه ډکه شوې او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ “ښکاره جګړه” پیل شوې ده.

دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې طالب ځواکونو تېره شپه د پاکستاني الوتکو د مخکنیو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل.

دواړو لورو په دغو نښتو کې یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاګانې کړي دي.

د پاکستان د حکومت ویاند مشرف زیدي وایي چې په دغو حملو کې ۱۳۳ طالب جنګیالي وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور ژوبل دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ارقام ردوي او ادعا کوي چې په ځوابي بریدونو کې یې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژلي او ۱۹ پوستې یې ترې نیولې دي.

مجاهد زیاته کړې چې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۸ طالب سرتېري وژل شوي او د ننګرهار په ګډون په ځینو سیمو کې ۱۳ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

په کابل کې عیني شاهدانو ویلي چې د الوتکو له غږونو او درنو چاودنو وروسته یې د امبولانسونو غږونه اورېدلي او په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم د پلازمېنې له ځینو برخو څخه د تور لوګي لوړې غونډۍ ښکاري.

په ورته وخت کې د طالبانو ترواک لاندې دولتي رسنیو د ځانمرګو بریدګرو د یوې ډلې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا کسان په واسکټونو او موټر بمونو سمبال دي او د پاکستان د مهمو اهدافو ویشتلو ته چمتو شوي دي.

د شنونکو په باور، دا جګړه چې د ۲۶۰۰ کیلومتره فرضي کرښې په اوږدو کې روانه ده، سیمه د یوې ستونزمنې او اوږدې نښتې لور ته بیايي.