لویدیځه اسیا

د امریکا او ایران ترمنځ په جنیوا کې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

د امریکا متحده ایالاتو او ایران د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې د تهران د اټومي پروګرام پر سر په خبرو کې د نسبي پرمختګ خبر ورکړ، خو د څو ساعتونو له جدي بحثونو وروسته لا هم کومه داسې پرېکړه نه ده شوې چې په سیمه کې د امریکا د پراخ پوځي حضور په ترڅ کې د احتمالي نښتې او بریدونو مخه ونیسي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر، سید بدر البوسعیدي چې د دغو خبرو منځګړیتوب کوي، له لیدنو وروسته په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دواړو لورو پرېکړه کړې ترڅو په خپلو پلازمېنو کې له مشورو وروسته خبرې اترې بېرته پیل کړي او په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ په ویانا کې په تخنیکي کچه نور بحثونه هم وشي.

دا ډیپلوماټیکې هڅې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د امریکا د پوځي چمتووالي له امله د یوې پراخې جګړې وېره زیاته شوې او ډېری شنونکي د جنیوا دا ناسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د برید له پرېکړې وړاندې د جګړې د مخنیوي لپاره وروستی چانس بولي.

که څه هم تر اوسه د کومې رسمي هوکړې څرک نه ښکاري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي چې په ځینو برخو کې تفاهم ته رسېدلي دي.

نوموړي د ایران دولتي ټلویزیون ته په خبرو کې وویل چې خبرې اترې جدي وې او دوی په ځینو مسایلو موافقې ته نږدې شوي، خو لا هم د بندیزونو د لرې کولو او ځینو نورو مواردو پر سر ژور اختلافونه پر ځای پاتې دي.

بل لور ته، که څه هم امریکایي مذاکره کوونکي ټیم په رسمي ډول د خبرو د پایلو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو باوري سرچینو دا ناسته مثبته ارزولې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټینګار کړی چې د ایران د توغندیو پروګرام د سیمې ثبات ته یو ګواښ دی او باید په راتلونکو بحثونو کې شامل کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ مخکې ایران ته د لسو څخه تر پنځلسو ورځو پورې وخت ورکړی و چې یوې هوکړې ته ورسېږي، که نه نو له بدو پایلو سره به مخ شي.

اوس ټولې سترګې راتلونکې اونۍ ته اوښتې دي چې ایا د ویانا تخنیکي ناسته به وکولی شي د روان کړکېچ د هوارولو لپاره کومه عملي لاره پرانیزي او که سیمه به د یوې نوې جګړې لور ته ولاړه شي.