منځنی ختیځ

ټرمپ پر ایران د برید د خطرونو په اړه د خپلو جنرالانو خبرداری رد کړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه رسنیز راپورونه «۱۰۰ سلنه ناسم» وبلل چې ګواکې د پوځ لوړپوړو جنرالانو ورته پر ایران د برید د ناوړه پایلو او درنې ځاني مرګ‌ژوبلې په اړه خبرداری ورکړی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د پوځ د درستیزوالانو د کمېټې مشر، جنرال «ډان کین» ولسمشر ټرمپ ته ویلي چې امریکا دا مهال د کافي مهماتو له کمښت سره مخ ده، ځکه د دغو وسلو لویه برخه اسرائیل او اوکراین ته ورکړل شوې ده.

د راپور له مخې، جنرال کین اندېښنه ښودلې چې پر ایران برید به امریکا په یوه اوږده او پېچلې جګړه کې ښکېله کړي چې درنه مرګ‌ژوبله به هم ولري.

 ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې پر دغو راپورونو سخت برید کړی او رسنۍ یې په دروغو تورنې کړې دي.

هغه لیکلي: «هر څه چې د ایران سره د احتمالي جګړې په اړه لیکل شوي، په قصدي ډول غلط دي. جنرال کین یوازې په یو څه پوهېږي او هغه «بریا» ده. که ورته امر وشي، هغه به د جګړې مشري په خپله کوي».

بل لور ته، د «اکسیوس» خبري سرچینې ویلي چې جنرال کین د ایران په اړه ډېر محتاط دی او هغه یې یو «زړه نا زړه جنګیالی» بللی دی. په راپور کې راغلي چې که څه هم کین په وینزویلا کې د عملیاتو ملاتړی و، خو د ایران جګړه خورا خطرناکه بولي.

دغه راز ویل کېږي چې ټرمپ له تېرې یوې میاشتې راهیسې د منځني ختیځ د عملیاتو له مشر (CENTCOM) سره هم مشوره نه ده کړې.

دا ناندرۍ په داسې حال کې راپورته کېږي چې ایران د مذاکراتو وړاندیز کړی، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا د هر ډول تېري په وړاندې به «سخت او کوټلی» ځواب ورکړي.