سیاست

ټرمپ په ایران کې څه غواړي؟ جګړه که ډیپلوماسي؟

انځور- ارشیف څخه

د فرانس ۲۴ خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ نظامي ګواښونه د امریکا د اوږدمهاله موخو په اړه ډېر لږ جزیات وړاندې کوي، خو د سیمې د بې ثباته کولو احتمال یې زیات کړی دی.

ټرمپ منځني ختیځ ته جنګي بېړۍ او لسګونه جټ الوتکې لېږلې دي او اوس د ایران د سپاه پاسداران په نښه کولو، د توغندیو د پروګرام د له منځه وړلو او یا هم په تهران کې د نظام د بدلولو ترمنځ انتخابونه لري.

راپور کې راغلي ټرمپ ویلي چې که اټومي هوکړه ونه شي، په راتلونکو ۱۰ یا ۱۵ ورځو کې به پر ایران د برید پریکړه وکړي.

د «اکسیوس» خبري سایټ ویلي چې ټرمپ ته حتی د ایران پر ستر رهبر آیت الله علي خامنه‌يي د مستقیم برید وړاندیز هم شوی دی.

ټرمپ په وار وار ویلي چې ډیپلوماټیکې هوکړې ته ترجیح ورکوي چې پکې د ایران اټومي پروګرام، بالستیک توغندي او له حزب الله او حماس څخه د تهران ملاتړ شامل وي، خو ایران دا ډول امتیازات رد کړي دي.

د ټرمپ استازی سټیو ویټکوف وایي، ولسمشر “حیران” دی چې ولې ایران د امریکا د دومره پراخ نظامي حضور سره سره تر اوسه “تسلیم” شوی نه دی.

ټرمپ ادعا کوي چې امریکایي ځواکونو د ایران اټومي پروګرام د یورانیمو د غني کولو پر مرکزونو په بریدونو کې ویجاړ کړی دی. هغه د تېرې جنورۍ میاشتې د لاریونونو پر مهال هم د مداخلې ګواښ کړی و، خو عمل یې ونه کړ.

ډیموکراتان اندېښمن دي چې ټرمپ امریکا په یو داسې تاوتریخجن جنجال کې ښکېلوي چې پایله یې معلومه نه ده؛ هغوی غوښتنه کوي چې ولسمشر باید د جګړې لپاره له کانګرس سره مشوره وکړي.

امریکایي پوځ دا مهال په منځني ختیځ کې ۱۳ جنګي بېړۍ لري چې په کې د «ابراهیم لینکن» الوتکې وړونکې بېړۍ هم شامله ده. همدا راز د نړۍ تر ټولو لویه جنګي بېړۍ «جيرالډ فورډ» هم د سیمې په لور په حرکت کې ده.

لسګونه جنګي الوتکې او په زرګونو امریکایي سرتېري په سیمه کې مېشت دي چې د ایران د احتمالي غبرګوني بریدونو هدف ګرځېدلی شي.

د بهرنیو اړیکو د شورا پخوانی مشر ریچارډ هاس وایي، معلومه نه ده چې جګړه به د ایران حکومت کمزوری کړي که پیاوړی. هغه زیاتوي چې د نظام د نړېدو په صورت کې معلومه نه ده چې څوک به یې ځای ونیسي.

د خلیج عربي پاچاهیو هم ټرمپ ته د مداخلې په اړه خبرداری ورکړی، ځکه هغوی وېره لري چې د ایران په غبرګوني بریدونو کې به هدف وګرځي او سیمه به نوره هم بې ثباته شي.