نړۍ

پاپ: په اوکراین کې سوله نور د ځنډولو نه ده

د رویټرز د خبر له مخې، د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لسم لیو د یکشنبې په ورځ په اوکراین کې د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره په کلکه غوښتنه وکړه.

پاپ وویل چې په دغه هېواد کې د سولې ټینګښت نوره داسې چاره ده چې “نشې ځنډېدلی”.

دا غوښتنه پداسې حال کې کېږي چې متحده ایالات هڅه کوي د مسکو او کییف ترمنځ یوه ستونزمنه هوکړه منځته راوړي.

روسیې، چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه یې پر خپل ګاونډي هېواد بشپړ برید پیل کړ، تېره شپه یې یو ځل بیا د ډرون، بالستیک او کروز توغندیو په واسطه نوي بریدونه کړي دي.

پاپ لسم لیو د یکشنبې تر لمانځه وروسته په سینټ پیټرز چوک کې زیارت کوونکو ته وویل: “زما زړه یو ځل بیا د هغه دراماتیک وضعیت لور ته ځي چې هرڅوک یې لیدلی شي”.

نوموړي په ډېر درد سره زیاته کړه چې په دې جګړه کې ډېر قربانیان ورکړل شوي، د ډېرو کورنۍ او ژوند ویجاړ شوی او د نه بیانېدونکو دردونو شاهد دی.

امریکا هڅه کوي د دواړو خواوو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو دغه بهیر له ځنډ سره مخ دی.

روسیه غواړي چې اوکراین د ختیځ ډونباس له هغو سیمو ووځي چې لا هم د کییف تر کنټرول لاندې دي، خو اوکراین دا غوښتنه په کلکه رد کړې ده.

پاپ ټینګار وکړ چې سوله یو عاجل ضرورت دی چې باید په زړونو کې ځای پیدا کړي او په مسؤلانه پریکړو بدله شي.

هغه وویل چې جګړه د ټول بشریت په کورنۍ یو “پرهر” دی چې له ځانه سره مرګ، تباهي او د دردونو داسې لړۍ پرېږدي چې نسلونه به یې اغېزمن وي.