امنیت

د پاکستان خونړی هوايي برید؛ د ننګرهار په بهسودو کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي ووژل شول

انځور- ننګر هار کې پر یوه استوګنیز کور د پاکستان برید

د پاکستاني پوځ جنګي الوتکو تېره شپه د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګډون فرضي کرښې ته څېرمه پر څو سرحدي سیمو خونړي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون درنه ملکي مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو تایید کړه چې په بهسودو ولسوالۍ کې پر یوه استوګنیز کور د بمبارۍ له امله لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دغه زړه بوږنونکې پېښه کې ۱۱ ماشومان او ۶ مېرمنې او نارینه شامل دي. برید دومره سخت و چې یاد کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او د یوې کورنۍ ۲۳ غړي تر خاورو لاندې شوي وو.

د سیمې له خلکو او د طالبانو تر واک لاندې روغتیایي سرچینو څخه په ترلاسه شویو معلوماتو کې ویل شوي چې تر اوسه ۵ ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی، خو د نورو کسانو د را ایستلو هڅې لا هم روانې دي.

 پاکستاني الوتکو د ننګرهار د بهسودو ترڅنګ، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یوه دیني مدرسه هم په نښه کړې ده.

که څه هم اسلام‌اباد ادعا کوي چې دا بریدونه یې د وسله‌والو د پټنځایونو په نښه کولو لپاره کړي، خو په سیمه کې عیني شواهد ښيي چې یوازې ملکي کورونه او عام خلک وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دا بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری او د پاکستان د امنیتي ناکامۍ نښه بللې ده.

وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي: “موږ به په مناسب وخت کې د دې عمل حساب شوی ځواب ورکړو.” دوی ټینګار کړی چې د پاکستان دا ډول کړنې به د هغوی داخلي ماتې پټې نه کړي.