د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، پاول کپور وایي چې د افغانستان په اړه د امریکا د بهرني سیاست پر بیا کتنې او جوړولو کار روان دی.
نوموړي د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه نا رسمي ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا تګلاره تر تدوین لاندې ده، خو په دقیق ډول نه پوهېږي چې کله به نهایي او اعلان شي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي په یاده ناسته کې وویل: «ښاغلی رئیس، مننه! کومې بیا کتنې ته چې تاسو اشاره وکړه، هغه لا هم جریان لري او دا یو بینالوزارتي بهیر دی چې بېلابېلې ادارې پکې دخیلې دي. ځکه خو زه په دقیق ډول د دې کار د بشپړېدو په مهالوېش نه یم خبر.»
پاول کپور زیاته کړه چې دی ژمن دی ترڅو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له غړو او کارکوونکو سره په تماس کې پاتې شي او کله چې وزارت په دې اړه یوې وروستۍ پرېکړې ته ورسېد، دوی به په جریان کې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په وار وار د بایډن د ادارې پر مهال له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو سختې نیوکې کړي او هغه یې یوه «فاجعه» بللې ده.
ټرمپ ویلي و که دی ولسمشر وای، دا ډول به نه و وتلی.
همدارنګه ټرمپ په افغانستان کې د طالبانو لاس ته د امریکایي وسلو او نظامي تجهیزاتو پر پاتې کېدو هم نیوکه کړې وه او له هغوی یې غوښتي وو چې دا تجهیزات بېرته امریکا ته وسپاري.
خو سره له دې چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له بیا ستنېدو نږدې یو کال تېرېږي، تر اوسه د افغانستان په اړه د هغه د حکومت کومه روښانه او څرګنده پالیسي نه ده اعلان شوې.
