سیاست

په کابل کې د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته ترسره شوه

انځور- کابل کې د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) په کوربه توب، د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته ترسره شوه.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا ناسته په “کابل هوټل” کې جوړه شوې وه او په کې د دوی تر مدیریت لاندې د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او مرکزي بانک استازو، د یوناما استازو، د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او کارپوهانو ګډون درلود.

د طالبانو په وینا، دا ناسته په دوو برخو، وېشل شوې وه چې وده او شمولیت او همدارنګه همغږي او روڼتیا په کې شامل وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډونوالو په دې ناسته کې پر ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ او د شته ننګونو په اړه یې حل‌لارې وړاندیز کړې. یوناما تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ کابل د ملګرو ملتونو د استازو په شتون کې د دوحې پروسې په چوکاټ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د کاري ډلې د څلورمې ناستې کوربه هم و.

د دوحې پروسه چې په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو په نوښت پیل شوه، د نړیوالې ټولنې او د طالب چارواکو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو جوړښت لرونکی بستر چمتو کړی دی؛ دا خبرې اترې د طالبانو د ادارې د رسمي نه پېژندنې په نشتوالي کې، په بشري، اقتصادي او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې پر عملي همکاریو متمرکزې دي.

دا ناستې کابل ته د سیاسي او د سولې د ټینګښت په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې “رزمري ډي‌کارلو” د وروستي سفر په دوام ترسره کېږي.

مېرمن ډي‌کارلو د دغه سفر په ترڅ کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو، په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره لیدلي وو.