د دوحې بهیر په چوکاټ کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې څلورمه ناسته د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د چارواکو، د ملګرو ملتونو د استازو، بهرنیو ډیپلوماټانو او تخنیکي کارپوهانو په ګډون په کابل کې د نشه یي توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډو همکاریو د ارزونې په موخه جوړه شوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا ناسته په «ګرنډ کابل هوټل» کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) په کوربه توب جوړه شوې وه او د طالبانو د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې او عامې روغتیا وزارتونو استازو، نړیوالو سازمانونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او د یو شمېر هېوادونو استازو (په حضوري او انلاین بڼه) پکې ګډون کړی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کوکنارو د کښت د منع کولو په اړه د طالبانو د مشر فرمان په افغانستان کې د تریاکو د تولید د پام وړ کمښت لامل شوی او د دې بندیز پلي کول، د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت چمتو کول او د روږدو کسانو د درملنې پروګرامونه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دوی د ژمنتیا نښه ده.
دغه وزارت همدا راز خبرداری ورکړی چې د مناسب ځواب د نشتوالي په صورت کې، د صنعتي نشه یي توکو پراختیا او له بهر څخه د هغو د خامو موادو واردول د سیمې او نړۍ لپاره یو مخ پر ودې ګواښ کېدای شي.
د طالبانو په وینا، د ملګرو ملتونو استازو، نړیوالو بنسټونو او نورو بهرنیو ګډونوالو د کوکنارو د کښت د کچې سخت کمښت په افغانستان کې یو «بې ساري بدلون» بللی دی.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، یو شمېر ګډونوالو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې له هڅو څخه پر ملاتړ او د دوحې بهیر او دوه اړخیزو اړیکو له لارې پر همغږۍ ټینګار وکړ.
هغوی همداراز وویل چې د اوسنیو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره، بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول او د روږدو کسانو د درملنې او بیا رغونې د پروګرامونو پراخول اړین دي.
یوناما تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دوحې بهیر چې په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو په نوښت پیل شو، د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو جوړښت لرونکی بستر رامنځته کړی؛ هغه خبرې چې د طالبانو د ادارې د رسمي پېژندنې په نشتوالي کې، په بشري، اقتصادي او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې پر عملي همکاریو تمرکز لري.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډله د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د دوحې بهیر په چوکاټ کې رامنځته شوه او تر اوسه یې د دوحې په ګډون څو ناستې کړې دي. په کابل کې وروستۍ ناسته د همدغو لړیزو ناستو برخه ده.
دا ناسته کابل لپاره په سیاسي او سولې جوړونې چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزمیري ډیکارلو له وروستي سفر وروسته جوړه شوه.
مېرمن ډیکارلو د دغه سفر پر مهال د طالبانو له لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل.
