امنیت

په کاپیسا کې یو پخوانی نظامي په «مرموز ډول» وژل شوی

انځور- کاپیسا کې د وژل شوي پخوانی سرتیري

په کاپیسا کې ځایي سرچینو «آمو» ټلویزیون ته ویلي چې په دغه ولایت کې یو پخوانی نظامي په مرموز ډول وژل شوی دی.

سرچینې د دغه پخواني نظامي نوم «نبي کوهستانی» ښيي او زیاتوي چې هغه د کاپیسا په «ریګ روان» کلي کې وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه پخوانی سرتیری دوه میاشتې وړاندې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال افغانستان ته راستون شوی و. طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر پخواني نظامیان د ناپېژانده وسله‌والو له خوا وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي کلني راپور کې د یوناما او نورو بنسټونو په حواله ویلي چې د طالبانو غړو او داعش خراسان په افغانستان کې «خپلسري او غیرقانوني» قتلونه کړي چې ډېری یې له پخوانیو حکومتي چارواکو او نظامیانو څخه د غچ اخیستنې په موخه وو.

سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې «عمومي بښنه» اعلان کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د دغو سرغړونو په تړاو د طالبانو د ځواکونو د حساب ورکولو هڅې نه دي لیدل شوي.

یوناما هم داسې پېښې ثبت کړې چې پکې پخواني چارواکي له جبهه مقاومت سره د تړاو په تور نیول شوي، خو قربانیانو او د هغوی خپلوانو دا تورونه ناسم بللي او د نیول کېدو اصلي لامل یې له پخواني نظام سره د هغوی تړاو یاد کړی دی.