لویدیځه اسیا

لوېدیځ د اوکراین په اړه له روسیې سره پر «نظامي غبرګون» هوکړه وکړه

فایننشل ټایمز رپوټ ورکړی چې اوکراین او د هغه لوېدیځو متحدینو (امریکا او اروپا) د یوې داسې تګلارې په اړه هوکړه کړې، چې له مخې به یې په راتلونکي کې د روسیې له خوا د اوربند هر ډول دوامداره سرغړونه د واشنګټن او اروپا له خوا له همغږي نظامي ځواب سره مخ کېږي.

د دې راپور پر بنسټ، دا څو پړاو لرونکی پلان ډیزاین شوی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې روسیه به بیا د اوربند له شرایطو سرغړونه ونه کړي.

د دې پلان په مهمو برخو کې نه یوازې د وسلو لېږل، بلکې د سختو امنیتي تضمینونو شتون هم شامل دی چې د ناټو د پنځمې مادې (Article 5) سره ورته والی لري.

دا پدې معنی ده چې که روسیه پر اوکراین بیا برید وکړي، لوېدیځ به په ګډه نظامي اقدام کوي.

همداراز، د ټرمپ اداره په پام کې لري چې که اوکراین له ځینو سیمو (لکه دونباس) څخه په شا شي، واشنګټن به د اوکراین د امنیت لپاره خورا پیاوړي نظامي تضمینونه او داسې وسلې ورکړي چې د روسیې د هر ډول تیري مخه ونیسي.