لویدیځه اسیا

اوکراین هم د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو په لېست کې شامل کړ

انځور- د یوکراین ولسمشر

د اروپايي ټولنې له اقدام وروسته، اوس اوکراین هم اعلان کړی چې د ایران سپاه پاسداران د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په خپله ایکس پاڼه کې په فارسي ژبه یو بیان خپور کړی او لیکلي یې دي: «ټوله نړۍ د ایران د پېښو شاهده ده؛ هلته د وژنو پراختیا او دا چې د ایران رژیم څنګه په سیمه او نړۍ کې د جګړې او تاوتریخوالي خپرولو لپاره په لویه کچه پانګونه کوي، هر څه روښانه دي. اوکراین به هغه زرګونه “شاهد” بې پیلوټه الوتکې هېرې نه کړي چې زموږ ښارونه، کلي او خلک یې په نښه کړل.»

هغه ټینګار کړی چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو دا پرېکړه د ایران د موضوع په تړاو د اوکراین د هڅو په پایله کې شوې ده.

زلنسکي لیکلي چې په اوکراین کې د ده تر مشرۍ لاندې حکومت داسې پرېکړه کړې او دا اداره یې د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندلې ده. نوموړي ویلي: «زموږ لپاره دا قضیه نوره ختمه ده.»

د اوکراین ولسمشر زیاتوي چې د نړۍ ټول ترهګر د یو شان چلند او غندنې مستحق دي او هیڅ یو یې باید بریالی نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ اروپايي ټولنې په یو ډله ییز اقدام کې د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو په لېست کې شامل کړ.

دې چارې د ایراني چارواکو او د دغه هېواد د ولسي جرګې د غړو سخت غبرګونونه پارولي دي.

د ایران د پارلمان غړو پرون په خپله علني غونډه کې د «مرګ پر امریکا او مرګ پر اسراییل» نارې وهلې او د مجلس د رییس له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د اروپايي ټولنې سرتېري ترهګر وبلل شول.