لویدیځه اسیا

د خامنه‌یي ګواښ ته د ټرمپ غبرګون: که هوکړې ته ونه رسېږو، معلومه به شي چې هغه رښتیا وايي که نه

انځور- د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ایران د مذهبي مشرعلي خامنه‌یي د هغه ګواښ په غبرګون کې چې د امریکا د برید په صورت کې یې د سیمه‌ییزې جګړې خبرداری ورکړی و، ویلي چې که دواړه لوري هوکړې ته ونه رسېږي، نو وبه لیدل شي چې خامنه‌یي رښتیا وايي که نه.

ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «که هوکړې ته ونه رسېږو، هغه وخت به پوه شو چې ایا حق له هغه سره و که نه.»

نوموړي ټینګار وکړ چې اوسمهال متحده ایالات تهران ته نږدې د نړۍ تر ټولو ستر نظامي ځواک لري.

ټرمپ زیاته کړه: «هغه ولې دا خبره ونه کړي؟ معلومه ده چې دا وایي. مګر موږ هلته په نړۍ کې تر ټولو لوی ممکن فشار لرو – ډېر نږدې، په یوه یا دوو ورځو کې – او هیله لرو چې یوې هوکړې ته ورسېږو. که هوکړې ته ونه رسېږو، هغه وخت به پوه شو چې ایا هغه سم ویل که نه.»

د ایران د دولت مشر علي خامنه‌یي، تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د متحده ایالاتو له خوا هر ډول نظامي برید کولای شي د یوې «سیمه‌ییزې جګړې» لامل شي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې پر ایران د برید په اړه د ټرمپ له ګواښونو او د اروپايي ټولنې له خوا د ترهګرو ډلو په لېست کې د سپاه پاسداران د شاملولو له پرېکړې وروسته تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ایران مشر په هغو خبرو کې چې د دغه هېواد له دولتي ټلویزیون څخه خپرېدې، وویل: «امریکایان باید پوه شي چې که جګړه پیل کړي، دا ځل به یوه سیمه‌ییزه جګړه وي.

موږ پیلوونکي نه یو او پر هیڅ هېواد د برید نیت نه لرو، مګر د ایران ملت به هر بریدګر یا مزاحم ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.»

دا سختې خبرې چې په وروستیو اونیو کې د علي خامنه‌یي تر ټولو کلک خبرداری ګڼل کېږي، پر تهران د نظامي فشارونو له زیاتېدو سره هممهاله بیان شوې دي.

امریکا د «یو ایس ایس ابراهام لینکن» الوتکې وړونکې بیړۍ له جنګي بېړیو سره یوځای عربي بحیرې ته لېږلې ده؛ هغه اقدام چې ډونالډ ټرمپ یې موخه د پراخو اعتراضونو له ځپلو وروسته د ایران مهارول بللي دي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دوی پر انتخابونو غور کوي، که څه هم ټرمپ په وار وار ټینګار کړی چې جګړه نه غواړي او غوره ګڼي چې اختلافات د خبرو اترو له لارې حل شي.

خو هغه خبرداری ورکړی چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته د رسېدو او د معترضانو په وړاندې د زور له کارولو سره د مقابلې لپاره وخت مخ په ختمېدو دی.