د امریکا پخوانیو ولسمشرانو، بارک اوباما او بل کلېنټن د یکشنبې په ورځ په ټینګار سره له امریکایانو وغوښتل چې د خپلو ارزښتونو دفاع وکړي.
دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې په مینیاپولیس کې د کډوالۍ د مامورینو له خوا دویم امریکایي وګړی هم ووژل شو؛ هغه پېښه چې ډونالډ ټرمپ یې پړه پر دیموکراتانو او په ښار کې پر شته “ګډوډۍ” اچوي.
د ټرمپ اداره د کډوالۍ ضد د خپلو پراخو عملیاتو له امله تر سختو فشارونو لاندې ده، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې فدرالي مامورینو د شنبې په ورځ د الیکس پریټي په نوم یو ۳۷ کلن روغتیایي پالونکی (نرس) پر یوه کنګل شوې سړک له نښتې وروسته په ډزو ووژلو. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې یوازې درې اونۍ وړاندې په همدې ښار کې یوه بله ۳۷ کلنه ښځه، ریني ګوډ، هم په خپل موټر کې د مامورینو په ډزو وژل شوې وه.
د ټرمپ ادارې چارواکو سمدستي ادعا وکړه چې پریټي غوښتل فدرالي مامورینو ته زیان ورسوي او وایي چې له هغه سره یوه تومانچه هم موندل شوې ده. خو هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې پریټي هیڅ وسله نه ده راویستلې؛ مامورین پر هغه لومړی کیمیاوي ګاز شیندي، ځمکې ته یې غورځوي او څو ثانیې وروسته ورباندې ډزې کوي.
ډونالډ ټرمپ په خپله “ټروت سوشل” پاڼه کې دا مړینې د مینیاپولیس د دیموکرات چارواکو له امله وبللې او ویې لیکل: «د دیموکراتانو تر واک لاندې ښارونه له ICE (د کډوالۍ ادارې) سره له همکارۍ ډډه کوي او د دې ګډوډۍ له امله دوو امریکایانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
بلخوا، بارک اوباما او مېرمنې یې په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دا پېښه باید یو “بیداري غږ” وي، ځکه د امریکا اصلي ارزښتونه تر برید لاندې دي.
بل کلېنټن هم پر اوسنۍ ادارې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د ازادیو له لاسه ورکول به نه جبران کېدونکی زیان وي.
د امریکا د لوی څارنوال مرستیال، ټوډ بلانچ وایي چې په دې اړه پلټنې اړینې دي. که څه هم ادارې له خپلو مامورینو دفاع کړې، خو ټرمپ د “وال سټریټ ژورنال” سره په مرکه کې له دې ځوابه ډډه وکړه چې ایا مامورینو سم عمل کړی که نه. نوموړي یوازې وویل: «موږ هر څه څېړو.»
په مینیاپولیس کې وضعیت ترینګلی دی؛ خلکو لاریونونه کړي او د ۶۰ لویو شرکتونو مشرانو هم په یو خلاص لیک کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د “میټرو سورج” عملیاتو له پیل راهیسې، د خلکو او وسله والو مامورینو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
