د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، عراق ته خبرداری ورکړی چې د ایران تر اغېز لاندې حکومت دې نه جوړوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په عراق کې د نوري المالیکي د بیا ځلي واک ته رسېدو اوازو واشنګټن اندېښمن کړی دی.
نوري المالیکي، چې په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د سختو فشارونو له امله له واکه لرې شوی و، اوس د عراق د تر ټولو لوی شیعه بلاک له خوا د لومړي وزارت لپاره کاندید شوی دی.
مارکو روبیو د عراق له اوسني لومړي وزیر، محمد شیاع السوډاني سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل: “هغه حکومت چې د ایران تر کنټرول لاندې وي، نشي کولای د عراق ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او یا دا هېواد له سیمهییزو شخړو لرې وساتي.”
امریکا پر عراق د پام وړ مالي نفوذ لري، ځکه د دغه هېواد د تېلو د صادراتو عواید په نیویارک کې د “فډرال ریزرو” بانک کې ساتل کېږي.
واشنګټن ټینګار کوي چې بغداد باید د هغو وسلهوالو ډلو مخه ونیسي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي.
نوري المالیکي په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا په ملاتړ واک ته ورسېد، خو وروسته یې پر وړاندې د واشنګټن نظر ځکه بدل شو چې پر نوموړي د مذهبي تعصب (فرقه پالنې) تورونه پورې شول؛ هغه څه چې د داعش ډلې د راپورته کېدو یو اصلي لامل وګڼل شو.
ټاکل شوې چې د عراق پارلمان د راتلونکې سه شنبې په ورځ د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره غونډه وکړي، چې ورپسې به د لومړي وزیر د ګمارلو پروسه پیل شي.
