باوري سرچینو تایید کړې چې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، «روزمري ډیکارلو» نن شنبه د جنوري په ۲۴مه (د سلواغې ۴مه) کابل ته را رسېدلې ده.
ټاکل شوې چې مېرمن ډیکارلو په کابل کې د طالبانو له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره وګوري.
که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) تر اوسه په رسمي ډول د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د یوناما سرپرستې ورته د مېرمن ډیکارلو د سفر په اړه خبر ورکړی دی.
د رپوټونو له مخې، د دې سفر اصلي موخه د دوحې د پروسې تعقیب، له نشه يي توکو سره مبارزه، د خصوصي سکتور ملاتړ او د راتلونکو کاري ډلو د ناستو په اړه خبرې اترې دي.
