د غزې ځايي ډاکټرانو ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو په جلا بریدونو کې د ۳ خبریالانو او ۲ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي دي، چې دې چارې د درې میاشتني اوربند هیلې یو ځل بیا تر پوښتنې لاندې راوستې دي.
د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا، د اسرائیلو یوې هوايي حملې هغه موټر په نښه کړ چې درې خبریالان پکې سپاره وو او په مرکزي غزه کې یې د بېځایه شویو کسانو د یوه کمپ په اړه د ویډیو جوړولو لپاره سفر کاوه.
په داسې حال کې چې فلسطینین جورنالېسټ سنډېکېټ (د فلسطین د خبریالانو ټولنې) دا یو بشري او مسلکي ماموریت بللی، د اسرائيلو پوځ یا آی ډي ایف ادعا کړې چې په نښه شوي کسان مشکوک وو او له حماس سره تړلې ډرون یا بې پیلوټه الوتکه یې کاروله.
بلخوا د کمیټي ټو پروټېکټ جورنالېسټس (سي پي جې) د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۲۰۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په غزه کې وژل شوي دي.
په همدې حال کې، په مرکزي غزه کې د اسراییلي ټانکونو په ډزو کې یو ۱۰ کلن ماشوم او دوه نور کسان ووژل شول او د خان یونس په سویل کې هم د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې یو ۱۳ کلن هلک او یو بل کس وژل شوی دی.
د غزې د روغتیا وزارت وایي چې د سیمې په نورو برخو کې هم ۳ نور فلسطینیان وژل شوي چې ورسره د ورځې د ټولو تلفاتو شمېر ۱۱ ته ورسېد.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د ایسرائیلو او حماس ترمنځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ فقره ییز سولې پلان د راتلونکو پړاوونو په سر اختلافات پر ځای پاتې دي او د حماس د بې وسلې کېدو او د اسراییلي ځواکونو د وتلو لپاره لا هم کوم مشخص مهالوېش نشته.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له امله تر اوسه ۷۱،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
