د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر ایاز صادق نن د جمعې په ورځ په رسمي ډول د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د “تحریک تحفظ آیین پاکستان” ائتلاف مشر، محمود خان اڅکزی، په ولسي جرګه کې د مخالفې ډلې (اپوزیسیون) د مشر په توګه اعلان کړ.
دا ګومارنه د تحریک انصاف د بنسټ اېښودونکي عمران خان په لارښوونه او د اپوزیسیون د اکثریت غړو په ملاتړ ترسره شوې ده.
د ملي اسمبلۍ د سکرتریت لخوا په خپره شوې رسمي خبرتیا کې راغلي چې د ایوان د کاري اصولو او قواعدو د ۳۹مې مادې له مخې، محمود خان اڅکزی له نن (۱۶ جنوري، ۲۰۲۶) څخه په رسمي ډول د اپوزیسیون مشر دی.
دا کلیدي پارلماني څوکۍ له تېر کال راهیسې وروسته له هغه خالي وه چې د تحریک انصاف غړی عمر ایوب د می د نهمې په قضیه کې د ۱۰ کالو بند په سزا محکوم او د پارلمان د غړیتوب لپاره بېصلاحیته اعلان شو.
د دې پرېکړې لپاره د بریسټر ګوهر په مشرۍ د تحریک انصاف یو لوړپوړي پلاوي د اسمبلۍ له مشر سره په دفتر کې وکتل او هغه ته یې د اڅکزي د نومونې اسناد وسپارل.
د تحریک انصاف مشرانو، په ځانګړې توګه شاه محمود قریشي، ویلي چې عمران خان، اڅکزي ته بشپړ واک ورکړی ترڅو د هېواد د روان سیاسي بحران د هواري لپاره له حکومت سره مذاکرات وکړي.
اڅکزی په داسې حال کې دا مسؤلیت اخلي چې هغه په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت او د پوځي لاسوهنې د ختمولو لپاره پر یو ملي ډیالوګ ټینګار کوي.
که څه هم حکومتي لوري د رانا ثناء الله په ژبه د پنځو لویو مشرانو ترمنځ د ناستې وړاندیز کړی و، خو د تحریک انصاف مشرتابه ویلي چې له حکومت سره د هر ډول خبرو اترو واک یوازې له محمود خان اڅکزي سره دی.
محمود خان اڅکزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پښتون ملتپاله سیاست هغه څېره ده چې په پاکستان کې د اساسي قانون د حاکمیت او په سیاست کې د پوځي مداخلې د ختمولو لپاره مبارزه کوي.
هغه د افغانستان په اړه تل دا کلک دریځ لری چې افغانستان باید یو خپلواک، باثباته او د افغانانو په خوښه حکومت ولري، او تل یې په افغانستان کې د بهرنیو مداخلو او په ځانګړې توګه د پاکستان د “دوهګوني سیاست” سخت مخالفت کړی دی.
اڅکزی په سیمه کې د پښتنو د حقوقو او د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د افغانانو ترمنځ د نږدېوالي او ملاتړ یو له قوي غږونو څخه ګڼل کېږي
