منځنی ختیځ

هسپانیا د لاریونوالو د ځپلو په غبرګون کې د ایران سفیر احضار کړ

CFR/Reuters انځور- ارشیف څخه

 د هسپانیا حکومت د سې شنبې په ورځ په مادرید کې د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښت (احضار کړ)، ترڅو په ایران کې د روانو لاریونونو د خونړي ځپلو په اړه خپله “سخته غندنه او نفرت” ورته څرګند کړي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوسې مانویل الباریس په دې اړه وویل: «د ایراني ښځو او نارینه وو د سوله ییزو اعتراضونو او د بیان د آزادۍ حق باید خوندي شي او د خپل سره نیونو لړۍ باید سمدستي ودرول شي.» هغه زیاته کړه چې ایران باید بېرته د مذاکراتو مېز ته راشي او د ښځو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو سازمانونه وایي چې په ایران کې د انټرنیټ نشتوالي د لاریونوالو ځپل پټ کړي او د وژل شویو کسانو کره شمېر معلومول یې ستونزمن کړي دي، خو د ځینو اټکلونو له مخې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

که څه هم دا لاریونونه په لومړي سر کې د اقتصادي ستونزو له امله پیل شوي وو، خو اوس د ایران د حکومت لپاره په یوې لویه ننګونه بدل شوي دي.

د نړیوالو فشارونو دا نوې څپه یوازې پر هسپانیا محدوده نه ده؛ بلکې د اروپایي ټولنې ډېری غړو هېوادونو په تهران باندې د نویو بندیزونو لګولو په اړه مشورې پیل کړې دي.

 د ډیپلوماتانو په وینا، د ایران لخوا د اعتراضونو ځپل او د بیان د آزادۍ محدودول د دې لامل شوي چې د لویدیځ او ایران ترمنځ پخوانۍ ډیپلوماتیکه فضا نوره هم توره شي او د اټومي هوکړې د بیا ژوندي کولو هیلې مړاوې کړي.

بلخوا، ایراني چارواکو تل دا ډول بهرني غبرګونونه د خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او ادعا کوي چې لویدیځ هېوادونه غواړي په ایران کې د “بهرنیو اجیرانو” له لارې نظام ګډوډ کړي.

 خو کتونکي په دې باور دي چې د هسپانیا په څېر د مهمو اروپایي هېوادونو تند غبرګون به ایران په نړیواله کچه له سیاسي پلوه نور هم ګوښه کړي او د هغوی اقتصاد به له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.