العربیه راپور وکوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه بېساري اقدام کې اعلان وکړ چې هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي، په متحده ایالاتو کې به پرې ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي.
دا پرېکړه چې د تهران پر اقتصاد د “مرګوني ګوزار” په مانا ده، په داسې حال کې مخې ته راځي چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو د ځپلو له امله د مرګژوبلې شمېر په بېساري ډول لوړ شوی او دغه هېواد له یوې سختې کورنۍ او نړیوالې انزوا سره مخ دی.
ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې په خورا روښانه ټکو کې لیکلي چې دا نوي محصولات به “سمدستي” او په “پرېکنده” توګه پر هغو هېوادونو پلي شي چې د امریکا له دښمن (ایران) سره سوداګري پالي.
دا حرکت ښيي چې سپینه ماڼۍ غواړي د پوځي اقدام وړاندې، د نړۍ نور هېوادونه مجبور کړي ترڅو د واشنګټن او تهران ترمنځ یو انتخاب وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونو راپور ورکړی چې په ایران کې د وروستیو دوو اونیو پاڅونونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۴۸ کسان وژل شوي او زرګونه نور د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
سره له دې چې ټرمپ په ځلونو د نظامي مداخلې ګواښ کړی، خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي چې ولسمشر لا هم ډیپلوماسۍ ته د لومړي انتخاب په توګه ګوري.
په ورته وخت کې، د ایران په داخل کې وضعیت خورا کړکېچن دی؛ انټرنیټي خدمات نږدې په بشپړ ډول پرې شوي او دولتي چارواکو دا اعتراضونه د “بهرنیو اجیرانو” کار بللی دی.
د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې د خلکو پاڅون یې مات کړی، خو د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف بیا منلې چې هېواد یې په یو وخت کې په څلورو جبهو کې په جګړه بوخت دی.
د جګړې د ډ ډولونو او ګواښونو تر څنګ، د پردې تر شا د ډیپلوماسۍ څرک هم لیدل کېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د عباس عراقچي او د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو وېټکوف ترمنځ د اړیکو یو چېنل پرانیستی پاتې دی.
ټرمپ هم ویلي چې ایراني لوري ورته د مذاکراتو لپاره زنګ وهلی، خو د ایران د شاه زوی، رضا پهلوي، چې له امریکا څخه اعتراضونه رهبري کوي، خبرداری ورکړی چې د ایران رژیم یو ځل بیا غواړي په نمایشي خبرو اترو نړۍ دوکه کړي.
په نړیواله کچه هم د ایران پر ضد یوه لویه اجماع په جوړېدو ده؛ اروپایي ټولنې د لاریونوالو ځپل غندلي او د ایراني ډیپلوماتانو پر تګ راتګ یې محدودیتونه لګولي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ایراني ښځو او نارینه وو پر وړاندې دولتي تاوتریخوالی نه بخښونکی بللی، خو بل لور ته د تهران نږدې ملګري، روسیې بیا دا هر څه د ایران په کورنیو چارو کې د بهرنیو قدرتونو لاسوهنه بللې ده.
داسې ښکاري چې د ټرمپ نوی اقتصادي امر به ډېر ژر د ایران د سوداګریزو شریکانو، لکه چین او هند، پر اړیکو هم ژوره اغېزه وکړي.
