اې پي راپور ورکوي چې د روسیې په چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانۍ سلاکارې، فیونا هېل افشا کړې چې روسي چارواکو لا په ۲۰۱۹ کال کې د داسې یوې معاملې اشاره ورکړې وه چې پر بنسټ یې مسکو چمتو و په وینزویلا کې له نیکولاس مادورو څخه خپل ملاتړ پای ته ورسوي، خو په دې شرط چې امریکا ورته په اوکراین کې د ازاد فعالیت اجازه ورکړي.
د فیونا هېل دا څرګندونې چې په ۲۰۱۹ کال کې یې په کانګرس کې کړې وې، پدې اونۍ کې د مادورو د نیولو لپاره د امریکا له پټو پوځي عملیاتو وروسته یو ځل بیا په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه خپرې شوې دي.
هېل وایي روسانو په خپلو رسنیو کې د “مونرو ډکټراین” (هغه اصول چې امریکا په نولسمه پېړۍ کې په غربي نیمه کره کې د اروپایانو له مداخلې سره د مخالفت لپاره کارول) په یادولو سره غوښتل امریکا قانع کړي چې اروپا د روسیې د نفوذ سیمه ومني او په بدل کې یې روسیه د امریکا په نږدې سیمو (وینزویلا) کې مداخله نه کوي.
مېرمن هېل روانه اونۍ له اسوشیټډ پریس (اې پي) سره په خبرو کې وویل، که څه هم روسي چارواکو هېڅکله په رسمي ډول دا وړاندیز نه و کړی، خو په امریکا کې د روسیې هغه وخت سفیر، اناتولي انتونوف ورته په مکرر ډول په اشارو کې دا خبره کوله چې مسکو چمتو دی امریکا په وینزویلا کې هر څه چې غواړي وکړي، خو په دې شرط چې امریکا هم په اروپا کې روسیې ته د ورته عمل اجازه ورکړي.
هېل وایي چې په هغه وخت کې چا په امریکا کې داسې یوې معاملې ته لېوالتیا نه لرله.
فیونا هېل چې په ۲۰۱۹ کال کې د همدې پیغام رسولو لپاره مسکو ته تللې وه، روسي چارواکو ته یې په روښانه ټکو ویلي وو چې “اوکراین او وینزویلا یو له بل سره هېڅ تړاو نه لري.” خو اوس چې اووه کاله تېر شوي، وضعیت بدل شوی دی؛ امریکا مادورو له واکه لیرې کړی او اعلان یې کړی چې د وینزویلا پالیسي به اوس دوی پر مخ وړي.
د ټرمپ پخوانۍ سلاکاره زیاتوي چې کرملین به د لویو هېوادونو (لکه روسیه، امریکا او چین) ترمنځ د “نفوذ سیمو” د وېش له دې مفکورې څخه ډېر خوښ وي، ځکه دا ثابتوي چې “زورور تل په حقه وي.
د هېل په وینا، په وینزویلا کې د ټرمپ وروستي اقدامات د اوکراین د متحدینو لپاره دا ستونزمنه کوي چې پر اوکراین د روسیې برید “غیرقانوني” وګڼي، ځکه چې امریکا پخپله همدا اوس د یو بل هېواد د حکومت مشران له منځه وړي دي.
که څه هم د ټرمپ ادارې د مادورو نیول یو قانوني اقدام بولي، خو روسیې د امریکا دا کار د یو “تېري” په توګه غندلی دی. تر اوسه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او پوتین د فیونا هېل د دې وروستیو څرګندونو په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی.
