نړۍ

مادورو په امریکایي محکمه کې: «زه تښتول شوی یم او لا هم د وینزویلا ولسمشر یم»

انځور- د وینزوېلا ولسمشر مادورو

رویټرز خبر ورکوي چې د وینزویلا نسکور شوی ولسمشر نیکولاس مادورو په نیویارک کې د امریکا یوې فدرالي محکمې ته د لومړي ځل لپاره وړاندې شو او پر ځان لګېدلي د مخدره توکو د قاچاق ټول تورونه یې رد کړل.

مادورو چې د زندان نارنجي کالي یې اغوستي وو او پښې یې په زولنو کې وې، د ژباړن له لارې قاضي ته په لوړ غږ وویل چې هغه بې‌ګناه دی او د امریکایي ځواکونو لخوا په غیرقانوني ډول تښتول شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې دی لا هم د خپل هېواد قانوني ولسمشر دی، خو د منهاتن محکمې قاضي الوین هیلرسټین د هغه خبرې پرې کړې او د قضیې د رسمي څېړلو لپاره یې د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۱۷مه نېټه وټاکله. د مادورو مېرمن سیلیا فلورس هم، چې له هغه سره یو ځای نیول شوې، په محکمه کې ځان بې‌ګناه وباله.

امریکایي څارنوالان مادورو تورنوي چې د “نارکو-ټورېزم” د یوې شبکې مشري یې کوله او له نړیوالو کارټلونو سره یې په ګډه امریکا ته د ټنونو کوکاین په قاچاق کې لاس درلود.

 د مادورو مدافع وکیل بارې پولاک وویل چې دوی به د دغه “پوځي تښتونې” پر خلاف سخت قانوني جنګ پیل کړي.

 بلخوا په کاراکاس کې د مادورو مرستیاله ډیلسي رودریګز د سرپرستې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه. که څه هم تمه کېده چې د ټرمپ اداره به د وینزویلا د اپوزیسیون ملاتړ وکړي، خو داسې ښکاري چې سپینې ماڼۍ د رودریګز سره معاملې ته لاره هواره کړې ده.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې دوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې وینزویلا د امریکا له ګټو سره همغږې ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا د وینزویلا له هېواد سره په جګړه کې نه ده، بلکې د مخدره توکو له قاچاقبرانو سره جنګېږي.

هغه په ډاګه کړه چې امریکایي د تېلو شرکتونه به ډېر ژر وینزویلا ته لاړ شي ترڅو د دغه هېواد د تېلو زیربناوې بېرته ورغوي.

د سپینې ماڼۍ د دفتر مرستیال سټیفن میلر وویل چې اوسمهال امریکا د وینزویلا چارې کنټرولوي او تر هغو چې دوی اجازه ورنه کړي، دغه هېواد د تېلو تجارت نه شي کولی.

د مادورو دغه نیول په نړیواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخ شوي او د روسیې او چین په ګډون یو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دا اقدام د نړیوالو قوانینو او د هېوادونو د حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.