الجزیره خبر ورکوي چې تمه ده د وینزویلا پخوانی ولسمشر نیکولاس مادورو نن دوشنبه په متحده ایالاتو کې محکمې ته وړاندې شي. دا په داسې حال کې ده چې د وینزویلا د ملي شورا مشر خورخي رودریګز په یو ناڅاپي توګه واشنګټن ته د همکارۍ او خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
خورخي رودریګز چې د مادورو له نږدې کسانو څخه دی، ویلي چې دوی چمتو دي له امریکا سره پر «متقابل احترام» ولاړې خبرې وکړي، خو ټینګار یې کړی چې د مادورو د محاکمې په اړه باید عدالت په پام کې ونیول شي او سیاسي غچ اخیستنه ونشي.
له بلې خوا، په کاراکاس او د وینزویلا په نورو ښارونو کې زرګونه کسانو د مادورو په ملاتړ لاریونونه پیل کړي دي. د دغو لاریونونو ګډونوالو ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې وویل چې د مادورو نیول به په سیمه کې د سختو ناکراریو لامل شي.
په همدې حال کې، د جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي متحدینو له امریکا غوښتي چې په وینزویلا کې د خپلو عملیاتو او د مادورو د نیولو د څرنګوالي په اړه نړۍ ته قانوني اسناد او شواهد وړاندې کړي.
دا محاکمه چې په نړیواله کچه په ژوندۍ بڼه څارل کېږي، د لاتینې امریکا په تاریخ کې یوه له خورا جنجالي پیښو څخه بلل کېږي چې د واشنګټن او کاراکاس ترمنځ راتلونکې اړیکې ټاکي.
له بل پلوه العربیه خبر ورکړی چې د جرمني حکومت نن د دوشنبې په ورځ په یو ناڅاپي او کلک دریځ کې له متحده ایالاتو وغوښتل چې په وینزویلا کې د خپلو وروستیو پوځي او استخباراتي فعالیتونو په اړه نړیوالې ټولنې ته بشپړ او مستند سپیناوی ورکړي.
د جرمني د حکومت یوه ویاند په برلین کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، واشنګټن باید نړیوالې ټولنې ته دا روښانه کړي چې د هغو اقداماتو لپاره کوم قانوني بنسټ لري چې په تېرو څو ورځو کې په وینزویلا کې ترسره شوي دي.
دغه ویاند زیاته کړه: «امریکا باید نړیوالې ټولنې ته واضح کړي چې د کومو معیارونو پر اساس باید د هغو کړنو قضاوت وشي چې موږ یې په تېرو څو ورځو کې شاهدان وو؛ تر اوسه پورې دا ډول هیڅ سپیناوی نه دی ورکړل شوی.»
