د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو پر وینزویلا د یو «پراخ برید» په ترڅ کې د دغه هېواد مشر نیکولاس مادورو نیولی دی.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) لیکلي: “متحده ایالاتو په بریالیتوب سره پر وینزویلا او د هغوی پر مشر نیکولاس مادورو پراخ بریدونه ترسره کړل؛ مادورو او مېرمن یې نیول شوي او له هېواده بهر انتقال شوي دي.” هغه زیاته کړې چې دا عملیات د امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو په همغږۍ ترسره شوي دي.
ټرمپ له «نیویارک ټایمز» سره په یوه لنډه ټیلیفوني مرکه کې دا عملیات «ځلانده» وبلل او د خپلو پوځیانو ستاینه یې وکړه.
ټاکل شوې چې هغه نن په فلوریډا کې د خپل استوګنځي (مار-ا-لاګو) څخه په همدې اړه یوې خبري ناستې ته وینا وکړي.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې امریکا په تېرو میاشتو کې پر وینزویلا اقتصادي او پوځي فشارونه تر اخري کچې رسولي وو.
که څه هم دوه ورځې وړاندې مادورو ټرمپ ته د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ وړاندیز کړی و، خو واشنګټن د مادورو حکومت غیر قانوني باله او په سمندر کې یې د وینزویلا د تیلو پر کښتیو کلکه محاصره لګولې وه.
