د افغانستان لپاره د پاکستان او ایران ځانګړو استازو د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې امنیت په تړاو خبرې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وایي، د ایران د ځانګړي استازي محمدرضا بهرامي سره د سیمه ییز امنیت او ترهګرۍ په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي نن سهشنبه په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې په دې خبرو کې دواړو لورو د سیمې د امنیتي وضعیت او د «شته ترهګریزو ګواښونو» په اړه بحث کړی دی.
د صادق خان په وینا، محمدرضا بهرامي تازه له افغانستان لیدنه کړې او د دغه سفر پر مهال یې له نږدې د امنیتي بدلونونو او شته ننګونو ارزونه کړې ده.
