روسي چارواکي وایي، یو ۱۳ کلن هلک د آستراخان په ښار کې د داعش له ډلې سره د اړیکو او په دغه ښار او د داغستان په جمهوریت کې د ترهګریزو بریدونو د پلان په تور نیول شوی دی.
د آستراخان د ناحیوي محکمې د معلوماتو له مخې، دغه هلک د سېشنبې په ورځ، د ډسمبر ۲۳مه، د محکمې د پرېکړې له مخې د سرغړونکو تنکیو ځوانانو د موقتي ساتنې مرکز ته لېږدول شوی دی.
دا اقدام د آستراخان د ښار د پولیسو په غوښتنه ترسره شوی دی.
محکمې ویلي، دغه هلک چې په ۲۰۱۲ کال کې زېږېدلی، د خپل استوګنځي په ځای کې په لاس جوړې شوې چاودېدونکې وسیلې پر جوړولو بوخت و او موخه یې په یادو دوو سیمو کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کول وو.
د قضایي چارواکو په وینا، نوموړي په ټیلیګرام پیغامرسوونکي کې یوه ډله جوړه کړې وه، چې موخه یې د چاودېدونکو توکو د جوړولو د طریقو ښوونه ښودل شوې ده.
محکمې د پولیسو غوښتنه منلې او حکم یې کړی چې دغه هلک دې په آستراخان کې د روسیې د کورنیو چارو وزارت اړوند د تنکیو ځوانانو د موقتي ساتنې په مرکز کې د دېرش ورځو لپاره وساتل شي.
روسي چارواکو زیاته کړې، د دې له امله چې د یاد هلک عمر د جزایي مسؤلیت حد ته نه رسېږي، پر هغه د جنایي دوسیې له پرانیستلو ډډه شوې ده.
د نیول شوي هلک د ځای پلټنې پر مهال، لاسجوړې چاودېدونکې مواد موندل شوي او ضبط شوي دي.
د محکمې په وینا، دغه هلک اعتراف کړی چې د ۲۰۲۵ کال د اوړي له پیل راهیسې یې د ټیلیګرام له لارې له داسې یوه کس سره اړیکه لرله، چې د هغه په خبره د داعش غړی و.
د تورن هلک څرګندونو له مخې، دغه اړیکې په پیل کې د دیني موضوعاتو په اړه وې، خو وروسته د شریعت عملي کېدو په موخه د یوې ډلې جوړولو ته وغځېدې.
نوموړي ویلي، کله چې په دې لاره کې ناکام شو، نو د داغستان په جمهوریت کې یې د یوه ترهګریز برید د ترسره کولو پرېکړه وکړه.
د روسیې امنیتي چارواکي وایي، دا قضیه د کورنیو چارو وزارت د توند لارۍ پر ضد د مبارزې د مرکز او د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې (FSB) په همکارۍ په آستراخان کې کشف او شنډه شوې ده.
