د فراه ولایت په «کاریز جلال» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ په نښته کې لږترلږه څلور تنه وژل شوي دي.
په فراه کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پېښې په تایید سره ویلي دي چې دا نښته د دوو کورنیو ترمنځ د خپلوۍ پر سر شوې ده.
په فراه کې د طالبانو د پولیسو ویاند محمد نسیم بدري ویلي دي چې د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او په دې اړه نورې څېړنې پیل شوې دي.
طالبانو زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه د یوې کورنۍ او یو تن د بلې کورنۍ غړی دی.
