منځنی ختیځ

اسراییلو په ختیځ بیت المقدس کې لسګونه فلطینیان له کورونو وشړل او ودانۍ یې ویجاړه کړه

انځور له ارشیف څخه

اسراییلي چارواکو په ختیځ بیت المقدس کې د دوشنبې د شپې په نیمایي کې د خلکو دروازې په زور ماتې کړې، اوسېدونکي یې په بېړه له کورونو وویستل او د دوی څلور پوړیزه ودانۍ یې  په بیلدوزرونه ونړولهچې له امله یې لسګونه فلسطیني کورنۍ بې سرپناه شوې.

دا ودانۍ د هغو استوګنیزو کورونو له ډلې وروستۍ وه چې د اسراییلو لخوا د “بې اجازې ساختمان” په پلمه له خاورو سره خاورې کېږي. ځايي فلسطیني چارواکي دا لړۍ د اوسېدونکو د بې ځایه کولو لپاره یوه “منظمه تګلاره” بولي.

العربیه اژانس په دې اړه خپاره کړي راپور کې وايي چې د دغې ودانۍ یو اوسېدونکي، عید شوار دا پېښه د ټولو لپاره یوه لویه تراژیدي وبلله. یاده ودانۍ چې د زاړه ښار تر څنګ په سلوان سیمه کې موقعیت لري، ۱۲ اپارتمانونه یې لرل چې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون پکې شاوخوا ۱۰۰ تنه اوسېدل.

 فعالان تور لګوي چې اسراییلي چارواکي په سلوان کې دا سیمې د یهودي میشت ځایونو د ګټو لپاره ځانګړې کوي.

د پنځو ماشومانو پلار شوار وویل: “دوی هغه مهال چې موږ ویده وو، دروازه ماته کړه او راته یې وویل چې یوازې د جامو بدلولو او د ضروري اسنادو د اخیستلو اجازه لرئ.” نوموړي چې د تلو بل ځای نه درلود، وویل چې اوس مجبور دی خپله اووه کسیزه کورنۍ په خپل موټر کې ویده کړي.

 یوې بلې مېرمنې په داسې حال کې چې درنو ماشینونو یې د ژوند کلني ارمانونه نړول، په زګېروي وویل: “دوی زما د خوب خونه ویجاړوي.”

د دوشنبې په سهار دریو بلدوزرونو د ودانۍ په نړولو پیل وکړ، په داسې حال کې چې د خلکو کالي او سامانونه په نږدې کوڅو کې خپاره واره پراته وو.

اسراییلي پولیسو شاوخوا لارې تړلې وې او سرتېري پر نږدې بامونو ځای پر ځای شوي وو. د غرمې تر مهاله د ودانۍ لویه برخه له خاورو سره خاورې شوې وه. که څه هم دا ودانۍ د فلسطینیانو پر شخصي ملکیت جوړه وه، خو فعالان وایي چې د جواز نه لرلو په پلمه ونړول شوه.

د “ایر امین” او “بیمکوم” په نومونو دوو اسراییلي نادولتي موسسو په یوه بیان کې ویلي چې دا په ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو لویه ویجاړي ده او په دې سره په ختیځ بیت المقدس کې شاوخوا ۱۰۰ کورنیو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

فلسطینیان د اسراییلو د سختو او محدودو پالیسیو له امله د ودانولو جواز نشي ترلاسه کولی، چې همدې چارې له کلونو راهیسې په سیمه کې کړکېچ زیات کړی دی.

د بیت المقدس ولایت ادارې، چې له فلسطیني ادارې سره تړاو لري، وویل: “د کورونو نړول د یوې منظمې تګلارې برخه ده چې هدف یې د اصلي اوسېدونکو ایستل او د ځمکې د خاوندانو پر ځای د میشت کېدونکو راوستل دي.

” دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه اسراییلو په لویدیځه غاړه کې د ۱۹ نویو میشت ځایونو جوړول هم تایید کړل، چې د نړیوالو قوانینو له مخې نا قانونه ګڼل کېږي.

د ایر امین او بیمکوم موسسو په وینا، د دوشنبې په ورځ د ودانۍ د قانوني کولو په اړه یوه ناسته ټاکل شوې وه، خو اسراییلي لوري له خبرتیا پرته ویجاړي ترسره کړه.