لویدیځه اسیا

اروپایي ټولنه: روسیه به هغه نوملړ کې شامل شي، چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د مالي تمویل له پلوه د «لوړ خطر» لرونکي ګڼل کېږي

اروپايي اتحادیې اعلان کړی، چې روسیه به د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي، چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د مالي تمویل له پلوه د «لوړ خطر» لرونکي ګڼل کېږي.

د اروپايي کمېسیون په وینا، دا پرېکړه باید تر ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ میاشتې پورې عملي شي.

د روسي‌ژبې رسنۍ «وِرستکا» د راپور له مخې، په دغه نوملړ کې د روسیې شاملېدل به په بهر کې د روسي وګړو پر مالي معاملو مستقیم بندیز ونه لګوي، خو د اروپايي بانکونو څارنه او ارزونه به لا سختې کړي.

د اروپايي اتحادیې د مقرراتو له مخې، بانکونه او مالي بنسټونه مکلف دي چې د نوملړ کې شامل هېوادونو د مراجعینو په اړه نور تفصیلي معلومات راټول کړي؛ لکه د شتمنیو سرچینه او د مالي معاملو موخه.

د دې له امله، د پیسو لېږد او نور مالي عملیات ښايي ډېر وخت ونیسي.

د یادې رسنۍ د لیکنې له مخې، د اروپايي اتحادیې په دغه نوملړ کې له ۲۰ څخه زیات هېوادونه شامل دي، چې افغانستان، ونزوئلا او یمن هم پکې راځي.

دا نوملړ د پیسو مینځلو پر ضد د نړیوالې ډلې له نوملړ څخه جلا دی او په خپلواکه توګه د اروپايي کمېسیون له لوري ترتیبېږي.