منځنی ختیځ

ایران اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور یو محصل اعدام کړ

ایران د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد لپاره د جاسوسۍ په تور یو تن محصل اعدام کړی دی. قضايي چارواکو اعلان کړی چې دا اعدام د روان کال په پیل کې د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د دولس ورځنۍ جګړې وروسته د مشکوکو همکارانو پر وړاندې د پیل شویو سختو اقداماتو یوه برخه ده.

عقیل کشاورز نن شنبه سهار وروسته له هغه اعدام شو چې د ایران سترې محکمې پر نوموړي د جاسوسۍ لګېدلي تورونه او د اعدام حکم تایید کړ. د ایران د عدلیې وزارت رسمي خبري اژانس، میزان، دغه خبر تایید کړی دی.

دغه ۲۷ کلن ځوان چې د معمارۍ محصل و، د روان کال په لومړیو کې د ایران په شمال لوېدیځ ښار ارومیه کې د پوځي ګزمې له لوري هغه مهال ونیول شو چې د پوځ له یوه مرکز څخه یې انځورونه اخیستل.

کشاورز د جون میاشتې له نښتې راهیسې لسم کس دی چې د جاسوسۍ په تور اعدامېږي. یوازې د تېرې سپټمبر میاشتې پورې لس تنه د ورته تورونو له امله اعدام شوي وو.

ایران تېره سپټمبر میاشت کې یو بل تن هم اعدام کړی و او هغه یې په دغه هېواد کې د اسرائیلو یو له خورا مهمو جاسوسانو څخه بللی و.

د اکتوبر میاشتې په ترڅ کې تهران د اسرائیلو او امریکا د مشکوکو جاسوسانو پر وړاندې قوانین نور هم سخت کړل چې له مخې یې جاسوسي په مستقیم ډول د اعدام او د شتمنیو د ضبط سزا لري.

د میزان خبري اژانس د رپوټ له مخې، کشاورز په تهران، اصفهان، ارومیه او شاهرود ښارونو کې د اسرائیلو د استخباراتي ادارو لپاره تر ۲۰۰ ډېر ماموریتونه ترسره کړي وو. په دغو دندو کې د نښه شویو ځایونو انځور اخیستل، د عامه افکارو ارزونه او د ځانګړو سیمو د تګ راتګ د بهیر څارنه شامل وو.

چارواکي وایي چې نوموړي له موساد او اسراییلي پوځي چارواکو سره د پیغامونو د لېږدولو د پټو اپلیکیشنونو له لارې اړیکې لرلې او د هر ماموریت په بدل کې یې ډیجیټل پیسې ترلاسه کولې.

قضایه قوه وایي چې کشاورز په پوره خبرتیا سره د نظام د زیانمنولو په موخه له اسراییلي ادارو سره همکاري کوله.

بلخوا په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې وړاندې د جاسوسۍ په تور دغه ډول اعدامونه تر پوښتنې لاندې راوستي او ویلي یې دي چې پر تورنو کسانو ډېری وخت د شکنجو له لارې په زور اعترافات کېږي.

د جون میاشتې په جګړه کې اسرائیلو پر ایران دولس ورځې هوایي بریدونه وکړل چې پکې لوړپوړي ایراني جنرالان، اټومي ساینسپوهان او په استوګنیزو سیمو کې ملکي وګړي په نښه شول. ایران د دغو بریدونو په ځواب کې پر اسرائیلو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې په دغه جګړه کې د ایران پر ضد د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان ووژل شول. ایران د دغې جګړې او په کور دننه د اقتصادي وضعیت او ښځو د حقونو په تړاو د وروستیو کلونو د لاریونونو په غبرګون کې د اعدامونو کچه لوړه کړې ده.