د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هریپور پوهنتون کې د یوې وینا پر مهال، د خیبر پښتونخوا د خلکو له لوري د “ترهګرۍ” پر وړاندې د هغوی مېړانه او کلکه ودرېدنه وستایله.
هغه په خپله وینا کې وویل: «خیبر پښتونخوا د مېړنیو، زړورو او غیرتي خلکو وطن دی. دلته مېشت خلک له ډېرې مودې راهیسې په پوره زړورتیا له ترهګرۍ سره جنګېږي. د دې ایالت خلکو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل ګران بیه ځانونه قرباني کړل او ستاسو د همدغو سرښندنو له برکته په هېواد کې سوله ټینګه شوه. تاریخ به ستاسو قربانۍ تل یاد ساتي.»
دا په داسې حال کې ده چې هغه له دې وړاندې په وار وار د افغانستان طالبان په “ترهګرۍ” او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ تورن کړي دي؛ هغه ډله چې په روان کال کې یې په خیبر پښتونخوا کې د خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستي دی.
خو طالبانو بیا تر دې وړاندې د ټيټيپي ملاتړ رد کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې ناامنۍ “د پاکستان کورنۍ مسله” ده او له دوی سره هیڅ تړاو نه لري.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې پاکستاني ځواکونو ادعا کړې وه چې د افغانستان په خاوره کې یې د ټيټيپي پر مرکزونو څو هوايي او راکټي بریدونه کړي؛ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ماشومان، ښځې او ملکي وګړي وژل شوي دي.
